درنو هیوادوالو! خوښ یم چې یو ځل بیا د افغانې سرې میاشتې ټولنې ځانګړې اونۍ لمانځو. ټول پوهیږو چې یاده ټولنه د اعانو او صدقو ټولولو او مالي پیاوړتیا په موخه په ټول هیواد کې ځانګړې اونۍ لمانځي، ځکه چې سره میاشت د دولت د مالي پانګې برخه نده، بلکي دهیواد د خیریه وګړو د مرستو، د سره صلیب د نړیوال غورځنګ، د نړیوالو سرو میاشتو او سرو صلیبونو،د ملي سوداګرو او خیریه ملي او نړیوالو ټولونو له لوري تمویلیږي. د اعانوو له راټولولو او ځانګړې اونۍ له لمانځلو څخه موخه د طبیعي او غیر طبیعی پیښو له ځپلیو سره مرسته، د زړه د سوري د ناروغانو درملنه، د ګرځنده او بنسټیزو کلینیکونو له لارې روغتیایي مرستې، د کابل، ننګرهار، کندهار، هرات او بلخ په مرستونونو کې د بې سرپرسته کورنیو ساتنه او نور ټول ګټي کارونه دي. ځانګړې اونۍ د خیر او مرستی اونۍ، د پیښو د ځپلیو، بیځایه شویو او له بهر څخه د راغلیو مهاجرو کورنیو انساني کراماتو ته درناوی او د انساني ارزښتونو ساتنه ده، چې افغاني سره میاشت یې دا ویاړ لري، چي د خیر دوسته وګړو په مرسته د پیښځپلویو لاسنیوی کوي. راځئ! چې د خپلو مرستو په مټ د پیښځپلو ژوند له ګواښ څخه وژغورو. څنګه چېپوهیږو د طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله هیواد له یوه نامعلوم برخلیک سره لاس او ګریوان دی، چې ډیره لږه مرسته او همکاري کیدای شي د یو چا ژوند له ګواښ څخه وژغوري. د افغاني سرې میاشتې ټولنه له ټولو خیریه هیواد والو څخه هیله کوي، چې د تیر په شان یو ځل بیا د پیښو پر وړاندې د مبارزې او د بې وزلو سره د مرستې په موخه زموږ سره ملګري شي. په درنښت د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال او سر پرست ډاکټر میرویس اکرم

ډاکتر میرویس اکرم د انجنیر محمد اکرم زوی د ۱۳۳۷ لمریز کال د وږي میاشتي په ۱۵نیټه چې د زیږدیز کال د (۱۹۵۸/۷/۹) سره برابره ده، په کابل ولایت کې زیږیدلی دی. ښاغلي اکرم خپلې لومړنۍ زده کړېپه کابل او د لبنان په بیروتاو ثانوي زده کړې یې په ۱۳۵۶ لمریز کال د کابل په استقلال ښوونځي کي تر سره کړې دي. د ۱۳۵۶ کال د کانکور تر بریا وروسته یې د ننګرهار پوهنتون په طب پوهنځي کې خپلې لوړې زده کړې پیل کړې او د زده کړو په بهیر کې د تحصیلي بورس په مرسته فرانسې ته لاړ،چې په ۱۹۸۶ زیږدیز کال کې یې په فیزیوتراپۍ کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړې بشپړې کړې. میرویس اکرم د لاندې منل شوو ملي او نړیوالو بنسټونو سره کار کړی: -له ۱۹۸۶ تر ۱۹۸۷ کال پورې په کنړ کې د واکسینو د پلي کولو او روغتیایي مرکزونو د جوړیدو په موخه د فرانسوي بشري ټولنې(Medecins Du Monde) سره کار. -د ۱۹۸۷ کال په جولای او اګیسټ میاشتو کې په پېښور کې د افغان کډوالو د روغتیایې ستونزو څیړل. -د دوو میاشتو لپاره د فرانسې د فلجو وګړو د ټولنې د فیزیوتراپي برخې سرپرستي. -په CRA یا (center de Reeducation at Apsreillage.2 Rue du pares 94160- Valenton– France) کې د مسلکي تخصص لپاره د ۱۹۸۷کال د اکتوبر څخه د ۱۹۹۵ کال تر سپټامبر پورې استخدام. همدارنګه یې په همدې حال کې له ۱۹۹۴ تر ۱۹۹۵ کال پورې د فرانسې د ځغاستې د یوې لوبډلې د روزونکي په توګه دنده تر سره کړې ده. -د نویو ښوونیزو فیزیوتراپي او پروستیتیک پروژو د طرحې او پلي کولو په موخه د « سندي ګال»ټولنې د دریو مرکزونو ( پېښور، جلال آباد او کابل ) سرپرستي له ۱۹۹۵ تر ۱۹۹۶. د ښاغلي میرویس اکرم دندې او کاري مسولیتونه: • په بیلابیلو مرکزونو کې د سندي ګال د تکنیشنونو سره مرسته. • د ظرفیت لوړولو د پروګرامونو په چوکاټ کې فزیوتراپستانو ته تدریس کول. • د افغانستان د شرایطو سره سم د یوې عراده لرونکې څوکۍ د جوړولو په موخه د یوې انګلیسي ټولنې ( Motivation) سره تخنیکي ملګرتیا. • د ۱۹۹۶کال په اکټوبر کې په پېښور او کابل کې د سندي ګال په لیږد او ځای پر ځای کولو کې مرسته. - له ۱۹۹۷ تر ۱۹۹۸ پورې د کابل سندي ګال سرپرستي. - د ۱۹۹۸ کال له اګیسټ څخه د ۱۹۹۹ تر جولای پورې په پاریس ښار کې د زړو وګړو د فیزیوتراپۍ د مرکز سرپرستي او همدارنګه د پاریس ښار په لویدیځ کې د یوې شخصي معاینه خونې رسمي جواز هم لري. - ډاکتر اکرم له ۲۰۰۷ تر ۲۰۰۸ پورې د ظرفیت لوړولو د پروګرام په چوکاټ کې د کابل په فیزیوتراپي انسټیټیوټ کې، چې د څو بشري ټولنو له لوري جوړ شوی، د استاد، اسیستانت استاد او مسلکي مضمونونو د ژباړن په توګه کار کړی دی. - د ۲۰۰۸ کال د نومبر څخه د ۲۰۰۹ کال تر مارچ پورې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ارشد سلاکار. - په ۲۰۰۹کال کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د نړیوالو اړیکو او اسنادو ریس. - د ۲۰۱۰ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۱۱ کال تر مارچ پورې د مالیې وزارت د پالیسۍ معینت د ستراتیژیکو اړیکو مسول او د ۲۰۱۲ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۱۳ کال تر جولای پورې یې د پاریس په ښار کې په شخصي معاینه خونه کې د فیزیوتراپیست په توګه دنده تر سره کړې ده. ښاغلی اکرم ورزشکار هم دی او څوځل یې په نیویارک، پاریس او د استرلیا په ملبورن ښار کې د ځغاستې په نړیوالو سیالیو « ماراتون » کې ګډون کړی دی. میرویس اکرم په فرانسوي، انګلېسي، پښتو، دري او عربي ژبو خبرې کوي. واده یې کړی او دری زامن لري، چېدا مهال په کابل ښار کې اوسیږي.

دیرژر!

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 4751
» د پرون ورځې کتونکي : 0
» پر کرښه کتونکي : 17
» ټول کتونکي : 4751

د پاڼې سرته تلل