د ولسمشر پیغام

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتمآب جمهور ریس پیغام
۰۲-لړم-۱۳۹۵

بسم الله الرحمن الرحيم د تلې وروستۍ اونۍ چې زموږ په کلیزه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې اونۍ بلل شوې ده، د صدقې او ښیګڼې د کلتور د پیاوړتیا او د دې خیریه ټولنې د فعالیتونو د قدر دانۍ لپاره یو ښه فرصت دی. د افغاني سرې میاشتې ټولنه چې له لسکونو کلونو راپدېخوا د بیوزلو او اړو وګړو خدمت کوي، په ګران هیواد افغانستان کې د برکت یوه منبع او سرچینه ده. له بیوزلو سره کومک او صدقه زموږ د مبین دین د اخلاقي اصولو یو بنیادي اصل دی، چې خلکو همیشه توجه ورته کړې ده او شتمنو معمولا له بیوزلو څخه خپله مرسته نه ده سپمولې، خو د افغانې سرې میاشتې ټولنې اهمیت په دې کې دی، چې د خیر رسولو او صدقې چارې یې په یوه تولنیزه موسسه او اداره کې تنظیم کړې او په دې ډول یې په ټولنه کې د خیر ښیګڼې فعالیتونو ته یوه نوې سېکه ور بښلې ده. یادې ټولنې د خپل کار په ویاړمنه موده کې نه یوازې له ګڼو بیوزلو او محتاجو سره مرسته کړې، بلکې په هیواد کې یې ګڼ شمیر کسان دې ته هڅولي دي، چې د خیرښیګڼې په چارو کې برخه واخلي او دغه راز ډیرو کسانو ته یې لارښوونه کړې، ترڅو د ښیګڼې کولو لپاره لاګټورې او اغیزمنې لارې ومومي. زه له دغه فرصته څخه په ګټې اخیستنې سره؛ په ټولو هیواد والو غږ کوم، چې د خپل وس په اندزه له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره همکاري وکړي او په دې توګه خپلې صدقې په لا موثر ډول زیاتو محتاجو کسانو ته ورسوي. بیوزلي کسان یوازې ډودۍ نه غواړي بلکې ښایي درملو او درملنې ته لا زیاته اړتیا ولري. په ټولنه کې داسې محتاج وګړي هم شته، چې له افرادو څخه د مرستې تر لاسه کولو ته په اسانه غاړه نه ږدي، خو که یوه خیریه ټولنه ورسره کومک وکړي نو دکومک تر لاسه کولو ته تیار دي. د اوږدو جګړو له امله معمولا په ټولنه کې د خواخوږۍ او مرستو روحیه کمزورې کیږي، خو له نیکه مرغه زموږ د دیني او ملي ارزښتونو په برکت او د افغاني سرې میاشتې ټولنې په شان خیریه ادارو په همت، په افغانستان کې د خواخوږۍ روحیه پیاوړې یاتې ده. دغه روحیه باید لا پیاوړې شي او دې مقصد ته د رسېدو لپاره له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرسته او همکاري ډیره اغیزمنه ده. د افغاني سرې میاشتې ټولنې د همکارانو او کارکوونکو د لا زیاتو بریاوو هیله کوم او دکړیو خدمتونو منندوی یې یم. و من الله توفیق د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ریس محمد اشرف - غني

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتمآب جمهور ریس پیغام ۰۲-لړم-۱۳۹۵
بسم الله الرحمن الرحيم د تلې وروستۍ اونۍ چې زموږ په کلیزه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې اونۍ بلل شوې ده، د صدقې او ښیګڼې د کلتور د پیاوړتیا او د دې خیریه ټولنې د.[...] تفصیل »
د مې د اتمې، د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوال غورځنګ د ورځې په مناسبت د افغان ولسمشر پیغام ۲۰-غویی-۱۳۹۵
بسم الله الرحمن الرحیم نحمده ونصلی علی رسوله الکریم خوښ یم چې د صره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ ورځ په کابل او ولایتونو کی لمانځل کیږي. د سرې میاشتې .[...] تفصیل »
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر او د سرې میاشتې د ملاتړي پيغام د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ د نړيوالې ورځې په وياړ ۲۵-کب-۱۳۹۴
خوښ يم چې د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ نړيواله ورځ په کابل او ولايتونو کې لمانځل کيږي. د سرې مياشتې نړيواله ورځ د هغو کسانو ورځ ده چې د انسان د هوساين.[...] تفصیل »

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 1877
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 4
» ټول کتونکي : 19087

د پاڼې سرته تلل