د ولسمشر پیغام

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د حامي پیغام
۲۶-تله-۱۳۹۶

د افغاني سرې میاشتې ټولنه یواځینی بشرپاله، د ملي او نړیوال اعتبار لرونکی بنسټ دی، چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د بیوزلو او اړو وګړو لاسنیوی او د افغانستان د جمهوري دولت د همکار په توګه فعالیت کوي. کوم څه چې د یادې ټولنې اعتبار یې لا زیات کړی هغه هم د سرومیاشتو او سره صلیب د نړیوال غورځنګ د اصولو سره سمې کړنې او فعالیتونه دي، چې له پیل څخه تر اوسه یې د مهمو بشري موخو لپاره هڅې کړې دي. د دغه ټولنې تر ټولو مهم اصول بې پلوي، ناپیلیتوب او خپلواکي جوړوي چې په دغه اصولو ټینګار په ملي او نړېواله کچه د یادې ټولنې د اعتبار د زیاتوالي لامل ګرځي. زموږ هیوادوال شاهد دي، چې د طبیعي پیښو او انساني ناورینونو پر مهال سرې میاشتې او ورسره همکارو بنسټونو د خلکو مرستو ته دانګلي او له خپلې وسې سره سم هیڅ راز مرستې یې ندی سپمولې. د جګړې او طبیعي پیښو پر وخت مرسته کول یو لوی مسولیت دی، چې د اسلام په مبارک دین او هم په انساني فرهنګ کې په نړیواله کچه د اخلاقي مسولیت په توګه په رسمیت پیژندل شوی دی. هر څوک له خپل توان سره سم په دغه مرستو کې برخه اخلې اما سره میاشت د غوره او پروخت مرستو لپاره لارښوونه او چوپړ برابروي؛ ترڅو غوره او کامیابه پایله ترلاسه شي. د سرې میاشتې اونۍ پدې موخه په نظر کې نیول شوې ده، چې د خلکو پام یادې ټولنې ته راوګرځي. په همدې توګه زه هم د هیواد له ټولو خیریه وګړو په ځانګړې توګه پانګوالو، سوداګرو او صنعت کارانو څخه هیله کوم؛ ترڅو د دغه ملي او مهم بنسټ ملاتړ او مالي سرچینې پیاوړې کړي ځکه له سرې میاشتې سره مرسته له هغه اړو، پیښځپلیو، او بیوزلو سره مرسته ده، چې ستاسې مرستې یې ژوند ژغورلی شي. هیله مند یم چې د سرې میاشتې په هڅو او فعالیتونو سره د ټولنې د اړمند او پېښځپلي پوړ ستونزې راکمې، د بشر پاله مرستو په رسولو کې غوره چوپړ رامنځ ته او زموږ د هیواد والو لپاه لاآسانتیاوي برابرې شي. د سرې میاشتې له ټولو کارکوونکو څخه د مننې ترڅنګ، دوی ته د لا ډیرو بریاوو هیله کوم. په درنښت د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ په اړه د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر او د افغاني سرې میاشتې ټولنې د حامي پیغام ۲۶-تله-۱۳۹۶
د افغاني سرې میاشتې ټولنه یواځینی بشرپاله، د ملي او نړیوال اعتبار لرونکی بنسټ دی، چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې د بیوزلو او اړو وګړو لاسنیوی او د افغانستان د جمهوري.[...] تفصیل »
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتمآب جمهور ریس پیغام ۰۲-لړم-۱۳۹۵
بسم الله الرحمن الرحيم د تلې وروستۍ اونۍ چې زموږ په کلیزه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې اونۍ بلل شوې ده، د صدقې او ښیګڼې د کلتور د پیاوړتیا او د دې خیریه ټولنې د.[...] تفصیل »
د مې د اتمې، د سرې میاشتې او سره صلیب د نړیوال غورځنګ د ورځې په مناسبت د افغان ولسمشر پیغام ۲۰-غویی-۱۳۹۵
بسم الله الرحمن الرحیم نحمده ونصلی علی رسوله الکریم خوښ یم چې د صره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ ورځ په کابل او ولایتونو کی لمانځل کیږي. د سرې میاشتې .[...] تفصیل »
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د ولسمشر او د سرې میاشتې د ملاتړي پيغام د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ د نړيوالې ورځې په وياړ ۲۵-کب-۱۳۹۴
خوښ يم چې د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ نړيواله ورځ په کابل او ولايتونو کې لمانځل کيږي. د سرې مياشتې نړيواله ورځ د هغو کسانو ورځ ده چې د انسان د هوساين.[...] تفصیل »

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 3
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 7
» ټول کتونکي : 305904

د پاڼې سرته تلل