پېښو ته د ځواب ویلو اداره

افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی چې تل د طبیعي پېښو تر ګواش لاندې دی، او هرکال یې د اوسیدونکو ژوند، د اوسیدو ځایونه، او ډول ډول شته د طبیعي پېښو قرباني کېږي. په دې وروستیو لسیزوکې دغه ستونزه، د خوراکي توکو د کمښت او د هېواد والو د ډله ډله مهاجرتونه له امله پر یوه جدي ګواښ بدله شوه، چې د ۱۹۵۴ څخه تر ۲۰۰۶ کال پورې مو ۱۱۸ په پراخه پیمانه پېښې تجربه کړې دي، چې ۲۲،۰۰۰۰ مړه او د ۱۱ میلیونونو په شااو خواکې پېښ ځپلي وګړي یې په ځای پریښي دي( د UNDP اوNDMP د ۲۰۱۲ کال د ریپوټ پربنسټ). په افغانستان کې د نیږدې دری لسیزو جګړو په اوږدو کې د پېښ ځپلیو کچه ډېره لوړه شوه، چې هېواد مو د یولړ لویو پېښو شاهد و. د ساري په توګه: په بغلان کې زلزله، د بدخشان په شمال کې د واورې ښوییدل، په فراه کې ریګې باد، په مرکزي ولایتونو کې سیلابونه او د ځمکو ښوییدل او اوږده وچکالي د لویو او عمده پېښو څخه شمیرل کېږي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پېښو د ریاست لنډه پېژندنه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د یوې ملي ټولنې په توګه د جوړښت څخه راپدې خوا د سرې میاشتې او نړیوال سره صلیب د غورځنګ د اوو اصولو ( بشر پالنه، بې پلوي، ناپیلتوب، خپلواکي، رضاکاره مرستې، یو والي او نړیوال توب) په پلي کولوسره بیلابیلو پېښوته رسیده ګي کړې ده. د افغاني سرې میاشتې ټولنه په هېواد کې د پراخه مرستو، پېښوته د رسیدلو او بشر پاله مرستو رسولو له امله په ۱۹۹۷ کال کې په ټول هېواد کې د یوې خیریه اداري په توګه و پېژندل شوه. د سرې میاشتې ټولنې د پیښو د کمولو او په ټولنه کې د هغه د ګواښونو د راټیټولو، د ټولنې د پوهې د کچې د لوړولو، خلکوته د مبارزي لارې چارې ښوودلو او د طبیعي پېښو د راپيښیدو له زیانونو څخه د عامو وګړو د پوهولو په موخه د پېښو اداره رامنځ ته کړه. دغه اداره د پېښو د ګواښونو د کمولو په موخه خپلې کړنې ترسره کوي، چې یوه ډېره مهه او بنسټیزه موخه یې د دولت او خلکو له لوري د پېښو او ځپلیو ته د مرستې په درشل کې د یادې ادارې پېژندنه ده، تر څو په سمه او منظمه بڼه اړو وګړو ته مرستې ورسوي. د پېښو اداره د ۷ زونونو او ۳۴ ولایتي نمایندګیو او رضاکارانو د پروسې له لارې په ټول هېواد کې پراخه مرستې رسوي. د کورنیو جګړو په اوږدو کې یې په ټول هېواد کې په دوامداره توګه مرستې کړې دي، چې د ټولنې د پیاوړتیا په لاره کې یې مهم رول لوبولی دي او د پېښو د زیانونو په کمولو او پېښ ځپلیو وګړو ته یې د مرستې رسولو په وخت کې ډېر اړین کارونه ترسره کړي دي. د ماموریت بیان د سرې میاشتې ټولنې د پېښو اداره په ټول هېواد کې بې پرې او خپلواکه مرستې وړاندې کوي او کارکونکې او رضاکاران یې غاړه پر غاړه مناسبې او پروخت مرستې رسوي، چې د پېښو د زیانونو په کمولو کې مهم رول لري. د غوښتنې سره سم، د سرې میاشتې همکاره ټولنې هم د پېښو د زیانونو په کنټرول کې ملګرتیا کوي. کړنې او پروګرامونه: پېښو ته رسیدل پېښوته رسیدل، د سرې میاشتې ټولنې یو مهم پروګرام دی، چې یاده ټولنه هر کال په هېواد کې په سلکونو پېښ ځپلیو ته د همدغې ادارې له لارې مرستې رسوي. په هېواد کې په دې وروستیو کلونو کې د زیاتو پېښو د رامنځ ته کېدو له امله، د ملي ټولنې د پېښو اداره و هڅول شوه، ترڅو خپلو کړنو ته متوجه و اوسي او د طبیعي پېښو د راپېښېدو او د پېښو د زیانونو په کمولو کې لازمې مرستې تر سره کړي. په تېرو وختو نو کې وسله والو شخړو، بېوزلۍ، سیلابونو، وچکالۍ او ساري ناروغیو په سلکونو وګړې زیانمن کړي، چې ځنې یې بې کسه، ځنې معیوب، ځنو خپل کورونه له لاسه ورکړې او یوشمېر یې د خوراکي فقر سره لاس اوګریوان دي. کومې پېښې چې تر اوسه په افغانستان کې رامنځ ته شوې دي، د نيږدې ۱۰ سلنه کورنیو بې ځایه کېدل د دې سبب شوي، چې د خلکو اقتصادي وضعه ټیټه شوې ده ، ټولنیزې زیر بیناوې له منځه تللې او ټولنه یې د فقر سره مخامخ کړې ده. په پایله کې: په وروستیو لسیزو کې زیانمنو ته په کتو سره، د طبیعي پېښو د زیانونو کچه لوړه شوې، چې ممکن دغه کچه په راتلونکو کلونو کې نوره هم لوړه شي او د ټولنې د زیانمنې دو کچه به هم ورسره پورته لاړه شي. د مرستو رسول افغانستان ډېری د وچکالۍ، سیلایونو، واوره ښوییدو ،زلزلې، او نورو پېښو سره مخ کېږي، چې له ۳۴ ولایتونو څخه یې شپږ ولایتو د سختو ژمنیو ستونزو او شپږ نور یې د پسرلي په موسم کې د سیلابونو له ګواښ سره لاس او ګریوان وي، چې په ټولنه کې ستونزي زیاتوي. په هېواد کې ترټولو طبيو پېښو، سیلابونه ډېرې ستونزې رامنځ ته کوي، چې په دوهم قدم کې یې د ځمکې ښوییدل ځای لري او دغه پېښې په افغانستان کې تر ټولو بدې او ګواښونکې پېښې دي، چې د اړوندو سېمو وګړوته زیاتې ستونزې رامنځ ته کوي، نو پر همدې بنسټ زیاتو مرستو ته هم اړ دي. د سرې میاشتې د پېښو د ادارې یو له ډیرو مهمو مرستو څخه په ۲۰۰۸ کال کې، پر دوو پړاوونو کې ۸۰۰۰۰ خوراکي بستې وې، چې د هېواد په شمال او شمال لویدیځ کې یې په نا امنه سیمو کې په اړو وکړو و وېشلې. بیارغونه د بیارغونې پروګرام تر هغه وتخه اوږدېږي، چې د پېښې ځپلي بیاځلي خپل نارمل حالت ته راوګرځي، چې دا مهال لاندې لنډ مهاله کړنې پر غاړه لري: د عملیاتې معیارونو پربنسټ پېښ ځپلي خپل عادي ژوند ته راګرځول، لنډ مهاله کورونه جوړول، عامه پوهه ورکول، د روغتیا او امن زده کړې، بیا جوړونه او په بیا جوړونه کې د مشوېرو ورکول. د ټولنې په کچه د زیانونو را کمول( CBDRR) د پېښو د زیانون لپاره یوه مدیریتي لاره ده، چې په اوږدو کې یې، تر ګواښ لاندې سیمې د اړتیا سره سمې څېړل، درملنه، مانیتورینګ او د پېښې د ګواښ څېړنه او د دوی د توان په لوړولو کې برخه اخلي، دا پدې ماناده چې یاد پروګرام د خلکو د ستونزو په کمولو کې یوه کلۍ بلل کېږي. په دې پروګرام کې ټولې کړنې د کارې ځانګړنو په چوکاټ کې ترسره کېږي او پېښ ځپلو ته اړین مواد د سرې میاشتې ټولنې د پيښو د ادري له لورې په واک کې ورکول کېږي. د پېښو د ګواښونو له منځه وړلو او یاهم کمولو په موخه، یو پراخه او ګټور پلان ترتیب او پر لاره اچوي، ترڅو وکولای شي د زیانونو کچه راټیټه او له وکړو سره مرسته وکړي. د پېښو تیاری(DP) د پېښو تیاری د سرې میاستې له بنیټیزو پروګرامونو څخه شمیرل کېږي، چې د پېښو د ادارې له لارې د نړیوال فدراسیون سره په همکارۍ د اړینو میکانیزمونو په رامنځ ته کولو سره د زیانونو د کمولو او د ټولنې د لوړولو لپاره کار کوي. د دې پروګرام اصلي موخه دا ده، چې د چټک مدیریتې ټیم، سیمه ایز مقامات او عام وګړي وکولی شي دپېښو د ګواښونو پر وړاندې مبارزه وکړي. د ټولنې په کچه پېښو ته تیاری(CBDP) د دې پروګرام موخه، چې د نړیوال فدریشن په مرسته تر سره کېږي، د پلان پیاوړتیا او په نماینده ګیو کې د ظرفیتونو لوړول او په پېښ ځپلیو سیمو کې د دې برخې پراختیا، تر څو د ستونزو په کمولو کې په سمه توګه کړنې ترسره کړی شي، او همدارنګه په ځپلیو سیموکې د رضاکارانو پېژندل، د CBDPکارکوونکو لپاره د ښونې زمینه برابرول،او د پېښو لپاره دتیاري دکمیټو په جوړولو کې مرسته کوي. د دې پروګرام موخه د ټولنې تواناکول دي، ترڅو د پيښوپه وړاندې مبارزه وکړي او د پېښو له امله د انسانې او غیر انسانې زیانونو مخه ونیسی، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه پدې برخه کې په پراخه پیمانه مرستې کوي. کورنې بیځایه شوي( IDPs) د دې پروګرام له لارې د پېښو اداره توانیدلې ده، چې په ټولنه کې دپېښو له امله په سلګونو بیځایه شوي مالوم او وپېژني او د خپلو ځانګړو پروګرامونو له لاري د نورو ادارو سره په ګډه او نیږدې ملګرتیا ګټورې او اړینې مرستې ورسره وکړي. له دې پروګرام څخه اصلې موخه: له هغه وګړو سره مرسته ده، چې د ژوند کچه یې ټیټه او د پېښو له رامنځ ته کیدو څخه زیات زیانمن شوي وي، او یا هم هغه وګړي چې د یادو پيښو له امله بیځایه شوي وي. د اوسیدو ځایونه او روغتیایي مرستې هغه بنسټیزې کړنې دي، چې د یاد پروګرام له لارې پیځایه شویو کورنیو ته وړاندې کېږي. د (IDPs) پروګرام لاندې فعالیتونه لري: - په بیړنیو حالتونو کې د بیځایه شویو وګړو ستونزو ته رسیدل - بیځایه شویوته د مرستورسولو په برخه کې همکاري - بیځایه شویوته د روغتیایي توکو او اوسیدو ځای برابرول د کورنیو اړیکو برابرول( RFL) د پاتې شویو جسدونو لېږد، د خلکو ځای پرځای کول، د پیغامونو تبادله... دا یوه طبیعي خبره ده چې طبیعي او غیر طبیعي جنجالونه په هره ټولنه کې بد تاثیر لري، چې د انسانانو د بې سر نویشتۍ او له دوستانو او کورنیو څخه د لرېوالي سبب ګرځي. نو له همدې امله د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پېښو اداره د سره صلیب سره په ملګرتیا پلان لري، چې د پېښو له رامنځ ته کیدو او شخړو څخه وروسته، هغه وګړي چې له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي، بیغامونه یې له خپلو دوستانو سره شریک کړو او د کورنیو سره نوې اړیکې پیدا او د ورکو دوستانو په پیدا کولو کې ورسره مرسته وکړي. د بشرپاله مرستو پر بنسټ(IHL)، د وسله والو شخړو د ښکیلو لورو، د پاتې جسدونو د لېږد مسولیت پر غاړه لري. اصلي موخې: د هغه کورنیو حقوقو ته درناوی، چې ټول دا حق لري چې د خپلو دوستانو په اړه پوره مالومات ترلاسه کړي او خپلې اقتصادي او قانوني ستونزې له منځه یوسي. په افغانستان کې د نړیوال سره صلیب اداره د سرې میاشتې سره په ګډه د جګړې څخه د پاتې جسدونو په مدیریت او رسولو کې په پوره صداقت او اخلاص فعالیت کوي. په پایله کې د وخت د غوښتنو او شرایطو سره سم ، هر ښکیل لوري اړ دی، چې د جګړې له ختم څخه وروسته د انساني مسولیت پر بنسټ د هرډول تبعیض پرته ، جسدونه پر خپل ځای پریږدي او خپل مسولیت د اداکړي، او سربیره پردي د د سیمې اوسیدونکي جسدونه خښ او ټپیان د امن ځای ته و لیږدوي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه او سورصلیب په ځانګړو وختونو کې د نورو بې طرفه بنسټونو سره خپلو کورونو او دوستانو ته د جسدونو په لیږدولو کې مرسته کوي او یاده پروژه هڅه کوي، ترڅو دغه کړنې په ټولنه کې پراخه کړي. یاده اداره د افغاني سرې میاشتې او سره صلیب په چوکاټ کې فعالیت کوي. د پیښو ادارې د پالیسې په اړه لاندې لینک ته مراجعه وکړې:http://redcrescent.af/upload/Policy%20PUshto.pdf د پیښو ادارې د ستراتیژیک پلان په اړه لاندې لینک ته مراجعه وکړې:http://redcrescent.af/upload/Pashtu%20Strategy.pdf

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 5756
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 10
» ټول کتونکي : 40954

د پاڼې سرته تلل