اسناد او آرشیف

نښان

څرنګه چی له نومه یی څرګند یږی د افغانی سری میاشتی نښان ، سره میاشت ده چی پر سپینه ځمکه پرته ده. دا نښان د جګړو او طبیعی پیښود قربانیانو او دټولنی نورو اړمندو او بیوزله وګړو ته د مرستی او همدردی سمبول دی. د نښان تاریخ او د نړیوال غورځنګ اسناد دا په ډاګه کوی چی د لومړی ځل لپاره په کال ۱۸۶۳ م کی د ژینو په نړیوال کنفرانس کی د سره صلیب نښان د جګړی ټپیانو ته د مرستندوی ملی ټولنو د نښان په صفت ومنل شو. پر سپینه ځمکه پروت د سره صلیب د نښان منل چی د سویس د جنډی د رنګ معکوس دی، د غورځنګ رامینځ ته کوونکی ته چی د سویس د هیواد تبع وه درناوی په ډاګه کوی. د سره صلیب نښان د ډیپلوماتیک کنفرانس په ترڅ کی د یو ځانګړی نښان په صفت د نظامی روغتیایی خدمتونو لپاره په کال ۱۸۶۴ م کی د همدی کال د ژینو د قرارداد سره یو ځای ومنل شو. د بالکان د جګړی په ترڅ کی (۱۸۷۶ م کال) عثمانی امپراتوری پریکړه وکړه چی د سره صلیب پر ځای چی د دوی د امپراتوری خلاف نښان و د سری میاشتی د نښان څخه کار واخلی . دا وړاندیز د نړیوال غورځنګ په کنفرانس کی هم ومنل شو چی بیا وروسته د سری میاشتی نښان د ځینو نورو هیوادونو لخوا هم ددوی د ملی ټولنو لپاره غوره شو. څرنګه چی د سری میاشتی په تاریخچه کی هم په ډاګه شوی، په کال ۱۳۱۱ کی د هغه وخت د افغانستان دولت خپل دولتی نښان (محراب) د ملی ټولنی لپاره د سور محراب نښان غوره کړ، خو دا نښان د نړیوال غورځنګ لخوا رسمی نشو. دوه کاله وروسته (۱۳۱۳) کی د افغانستان دولت د سری میاشتی نښان د ملی ټولنی لپاره غوره کړ چی د هغی پر بنسټ یی د هغو لسو شرطونو نه یو شرط پوره کړ چی د مخی یی ملی ټولنه د نړیوال غورځنګ لخوا په رسمیت پیژندل کیږی. د افغانی سری میاشتی نښان د ۱۳۱۳ لمریز کال نه تر دی دمه څو ځلی خپلی بڼی او غټوالی ته بدلون ورکړی ، خو د ملی ټولنی د نښان په صفت یی خپل رسمیت ساتلی دی.

د افغانې سرې میاشتې ټولنې د چارو د تنظیم قانون

http://redcrescent.af/upload/قانون%20دری%20و%20پشتو%20نهایی.pdf

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 24
» د پرون ورځې کتونکي : 3
» پر کرښه کتونکي : 9
» ټول کتونکي : 32

د پاڼې سرته تلل