اووه ګوني بنسټیز اصول

۱ ـ بشرپالنه: دسره صليب او سرې مياشتې نړیوال غورځنګ، دجګړې د ډګر ټپيانوته د بې ‌پرې مرستو د رسولو پر مفکوره رامينځ ته شوی، چې پر خپل ملي او نړيوال ماموریت کې هڅه کوي تر څو د نړى په هرګوټ کې د خلکو پر ټپونو پټى کيږدي. د غورځنګ موخه؛ د بشر روغتیا، خونديتوب او همدا رنګه د دوى د کرامت ساتنه ده. یاد غورځنګ د مليتونو تر مينځ متقابلې پوهۍ، دوستۍ، همکارې او تل پاتې سولې ته پراختیا ورکوي. ۲ـ نا پېيلتوب: دغه غورځنګ مليت، توکم، مذهبي او دیني عقيدې او سياسي نظریاتو ته هېڅ ارزښت نه ورکوي، او تل هڅه کوي تر څو د خلکو اړتياوو ته په کتو سره، د دوى پر ټپونو پټۍ کيږدي اوحياتي حالت ته لومړيتوب ورکوي. ۳ـ ناپلوي: د ټولو د باور د ترلاسه کولو او خوندي ساتلو لپاره، دا غورځنګ په جګړو کې د هيڅ یوه لوري پلوي نه کوي او هيڅکله هم په سياسى، توکميز، مذهبي او ايډيولوژيکي شخړو کې ځان نه ښکېلوي. ۴ خپلواکي: دا غورځنګ خپلواکه دى. ملي ټولنې ددې تر څنګ، چې د خپلو دولتونو سره د بشرپاله مرستو په برخه کى همکاري کوې او د خپل هيواد د قانون تابع دي، همدارنګه اړ دي چې خپله خپلواکي وساتي، تر څو د غورځنګ د اصولو سره سم عمل وکړي. ۵ ـ د خپلې خوښې مرستې: سور صلیب او سره میاشت یو د خپلې خوښې مرستندوی غورځنګ دی او له هېڅ کومې لارې څخه د ګټې په لټه کې نه دي. ۶ ـ يووالى: په هر هېواد کې کېدلی شي د سره صلیب او سرې میاشتې یواځې یوه ملي ټولنه شتون ولري. دا ټولنه باید د ټولو وګړو پر مخ پرانیستې وي او خپلې بشرپاله مرستې په ټول هېواد کې پر مخ یوسي. ۷ ـ نړیوالتوب: د سره صلیب او سرې میاشتې نړیوال غورځنګ، چې په ټولو ټولنو کې یو شان ځای لري، له یو او بل سره د مرستو په برخه کې یو ډول دندې او مکلفیتونه لري.

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 10
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 13
» ټول کتونکي : 83795

د پاڼې سرته تلل