جندر

په افغانستان کې پر له پسې جګړو د میلیونونو انسانانو ژوند تر خپل تاثیر لاندې راوستلی دی. بېوزلي او بیسوادي په ټولنه کې په ځانکړې توګه په ښځو کې ډېره ده، چې پر دې توګه ښځې د ټولنې ترټولو بیوزله قشر جوړوي. لږ تر لږه یونیم میلیون کونډې مېرمنې په افغانستان کې ژوند کوي، چې له ټولنیزو محرومیتونو څخه سختې ځورېږي او له سوالګرۍ پرته بله لاره نه لري. دغه ښځې د فقر بې عدالتۍ، نامساواتو ا ونورو ستونزو څخه ډک ژوند تېروي، چې د لومړنیو اړتیا وو څخه نيولي؛ روغتیاته د لاسرسي، د ماشومانو امنیت، ښوونې او روزنې او په ټولنه کې د کار کولو ټولې لارې د دوی پرمنخ تړلې دي. د یادو مېرمنو د غه ستونزې باید په نظر کې نیولو سربیره؛ پر خپلو لومړیتوبونو کې ونیسو، تر څو و کولای شي په ټولنه کې په نور مال ډول ژوند وکړی. د افغاني سرې میاشې ټولنه پر خپلو پروګرامونو کې د جندر د جریان پیدا کولو لپاره کوښښ کوي، تر څو د ټولنې د آسیب پزیره قشر په ځانګړې ټوګه د مېرمنو اړتیاوي پوره کړي. د پراختیایي او بشر پاله پروګرامونو په بریالیتوب کې د جندر برابرښت ډېر مهم ارزښت لري، او همدارنګه د بنسټیزو بشري حقونو څخه شمېرل کېږي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پراختیایي او بشرې پوګرامونو څخه موخه د بشرې ستونزو راکمول او د ستونزو ځپلیو وګړو سره مرسته ده. له یادو مرستو څخه د جنسیت پر بنسټ د وګړو محرومول د سرې میاشتې په څېر بنسټونو د انسانې ارزښتونو سره په ټکر دي او د هغه پراختیایي پروګرامونه له ګواښ سره مخامخ کوي. مساوات او برابري د ټو لنې د پرمختګ یو مهم اصل او د انسانانو یو له اساسي حقونو څخه دي. د مساواتو پلي کول یوازي په ملي ټولنو او بنسټونوکې نه، بلکې په ټوله ټولنه کې یو اړین او مهم اصل دي. نا مساوات یو نړیوال ګواښ دی، چې د انسانانو پرمخ تګ او اقتصادي پراتخیا تر خپل منفي تاثیر لاندې راولي او منابعو ته د لاسرسي، عامه مرستو، زده کړو، روغتیایي مرستوته د لاسرسي، جنسیتي تاوتریخوالي او نورو دوښمنیو لامل ګرځي. جنسیتي نا برابرۍ بیلابیلې ستونزې رامنځ ته کوي او د غیر عادلانه وېش په برخه کې مهم رول لري. جندر معمو لآ د سهوې له مخې په مترادف عنوان د ښځې لپاره کارول کېږي. جندر په اصل کې د نر او ښځې په ژوند کې په ټولنیزو بې تفاوتیو راڅرخېږي. که څه هم د هرې ټولنې په کلتور کې ډېرې ژورې رېښې لري، خو د نر او ښځې ترمنځ دغه ټولنیز تفاوتونه د وخت په تېریدو سره د دوی د خپل کلتور سره سم بدلون مومي. د جندر څانګه ( دیپارتمنټ) د افغاني سرې میاشتې ټولنې په ۱۲۹۲ کال کې د پالیسیۍ او جندر د ستراتیژۍ د پلي کولو او جندر دجریان پیداکولو اوهمدارنګه د هغه کړنو د ملاتړ او پراختیا لپاره چې د ښځو، نرانو، نجونو او هلکانو ستونزې پر خپله لمنه کې رانغاړي، د جندر دیپارتمنټ پر خپل جوړښت کې شامل کړ. موخې ۱ – د جندر برابرۍ ته لاسرسی، د رضاکارانو، کارکوونکو او د جندر اړوند مسایلو څخه د ګټه اخستونکو د پوهې کچه لوړول ۲ – د ژوند په ټولو برخو کې؛ په پلان جوړونه، تصمیم نیولو او د نر او ښځې د مساوي ونډې اخستلو دودول. ۳ – د جندر د پالیسۍ او ستراتیژۍ پراختیا. ۴ – له هغه ستونزو ځپلیو وګړو او ټولنو سره پر مرستو ټینګار کول، چې غوښتنو ته یې هېڅ پاملرنه نده شوې. ۵ – د داسې کاري چاپېریال برابرول، چې د نارینه او ښځینه کارکوونکو اړتیا وې او غوښتنې پکې خوندي وي. ۶ – د هغه وګړو پیاوړي کول چې تل یې تر تبعیض او ستونزو لاندې ژوند کړي او پر نورو پورې تړلي پاته شوي دي. ۷ – د بنسټیزې هوکړې تر لاسه کول او د جندر د جریان او پالیسۍ د پلي کولو لپاره منبع ټاکل. ۸ – د جندر د روان ساتلو او پالیسۍ د پلي کولو څخه په بشپړه توګه څارنه کول. ۹ – پیژاند(تعریف) او د مسولیتونو ټاکل او د جندر د جریان په هر وخت کې د ټولنې ټولو وګړو ته ځواب ورکول.

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 44
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 21
» ټول کتونکي : 31737

د پاڼې سرته تلل