روغتیایي مرستې

د روغتیایي مرستو ریاست د افغاني سرې میاشتې ټولنې تر ټولو مهمه او حیاتي برخه ده. د یاد ریاست عمده مسولیتونه؛ د سره صلیب او سرو میاشتو د نړیوال غورځنګ د لوړو موخو پر بنسټ، د طبیعي او غیر طبیعي پېښو ځپلیو ته روغتیایي مرستې رسوي او هڅه کوي چې له دې لارې بشرې ستونزې راکمې او همدارنګه د خلکو د روغتیا د ښه والي لپاره فعالیت کوي. د افغاني سرې میاشتې په ټولنه کې روغتیایي برخه د سرې میاشتې د جوړښت سره سمه په ۱۳۱۳ کال کې جوړه او په ډیر ابتدایي ډول یې د لومړنیو روغتیایي مرستو لپاره فعالیت کاوه، چې ورو ورو د مور او ماشوم د ملاتړ په روغتیایي مرکز، ګرځنده روغتیایي ټیمونو او په پایله کې په روغتونونو بدله شوه. په کورنیو شخړو؛ په ځانګړې توګه د (۱۳۷۱-۱۳۷۵) کلونو پورې په کابل کې د طالبانو دواکمنۍ پرمهال او د افغانستان د جګړې پر لسیزو کې د سرې میاشتې کلینیکونو د بشري ستونزو په راټیټولو کې ډېر مهم رول لوبولی دی. په یادو دوو لسیزوکې د هېواد روغتیایي بنسټونه سخته له ګواښونو سره مخامخ وو تردې، چې د وګړو ستونزو ته د عامې روغتیاوزارت آن په ښارونو کې هم رسیده نه نه شوای کولای. او له بل پلوه په هېواد کې ډېر و کمو خصوصي روغتیایي بنسټونو فعالیت کاوه. په (۱۳۷۱ تر ۱۳۷۶) کلونو کې په کابل کې د جګړې پر مهال د کابل په بیلابیلو سیمو کې، چې هره سیمه د بیلابیلو تنظیمونو په ولکه کې وه، د سرې میاشتې څلورو کلینیکونو او ګرځنده روغتیایي ټیمونو فعالیت کاوه. په ۱۳۷۶ کال کې د سرې میاشتې ټولنې د مور او ماشوم د روغتیا پروګرام د کلینیکونو د یوې برخې په توګه ور زیات کړ. د افغانې سرې میاشتې ټولنه د هېواد په اوسنیو شرایطو کې هم په بیلابیلو روغتیایي برخو کې د عامې روغتیا وزارت د مرستیال په توګه ځانګړې ارزښت لري، چې د لرو پرتو سیمو او ښارونو د وګړو د روغتیا پر ښه والې کې ښکاره لاسته راوړنې لري. د روغتیایي مرستو ریاست لاندې برخې لري: د اېډز( اېج آی وي) د وقایې پروګرام د ټولنیز خوندیتوب لپاره د روغتیایي مرستو برخه د اېډز د وقایي لپاره مخکې له مخکې زده کړې وړاندې کوي. دیاد پروګرام څخه بیلابیل کسان، لکه: ځوانان، د ښوونځیو ښوونکي او مدیران، په اېډز اخته ناروغان، ښاریان، د ولسوالیو اوسیدونکي، دکلیو اوسیدونکي او عام وګړي ګټه پورته کوي. زده کړې د استادانو، رضاکارانو او د اېډز د وقایوي پرژې د مسولینو له لوري ورکول کېږي، د یادې ناروغۍ پېژندل، د لېږد لارې چارې، د اخته کېدو لارې لکه « د جنسي لارو څخه لېږد ، د وینې د ورکړې له لارې، د سلمانۍ د وسایلو له لارې، د خوړلو د وسایلو... ا و نورې لارې ښیي» او همدارنګه ورته بیانوي چې د مخدره توکو له امله د بدن د کمزوري کېدو څخه هم اېډز رامنځ ته کېږي. یادې ښوونیزې غونډې د وقایې، چاپیریال ساتنې او د ( اېچ آی وي) سره د حساسیت په موخه رامنځ ته کېږي. د اېډز سره د مبارزې په کمپاین کې د رضاکارانو او دولتي چارواکو په ګډون په ټول هېواد کې په سلګونو هېواد والو برخه اخستې وه . نوموړی پروګرام په ۲۰۰۶ کال کې د پنځو کلونو لپاره په لار اچول شوی و. په ۲۰۱۰ کال کې د پروکرام په نوي کولوو سره یوې برخې د MNCH په نوم په کار پیل وکړ، چې تر اوسه دوام لري . د افغاني سرې میاشتې ټولنې د اېډر د عمومي وقایوي پروګرام څخه موخه د سيمه اېزې پوهې له لارې د اېډز ستونزې او ګواښونه را کمول، او د روږدو وګړو سره د بد چلند له منځه وړل دي. پورته یادې شوې موخې لاندې ټکو ته په کتو ترلاسه کېږي: ۱ – د ځوانانو د پوهې له لارې په ځوانانو کې اېډز د نوي ویروس پر وړاندې مبارزه او د اېډز د پېښو په کمولو کې برخه اخستل. ۲ – د څارنې له لارې په اېډز د روږدو وګړو او کورنیو د ژوند کچه لوړول او د دوی د بدنامۍ پروړاندې مبارزه کول. ۳ – د وینې د لېږد له لارې د اېډز ویروس د لېږد مخه نیول او د دوی وینه په وړیا توګه معاینه کول. دا پروګرام په لومړي سر کې د بدنامۍ ( ګوت څنډنې) او په ټولنه کې د ناروغو وکړو سره د دوښمنۍ پر وړاندې د ښوونکو ، مور او پلار، او شاګردانو له لارې کمپاین کوي. ملي ټولنه هېله لري؛ د اېډز د وقایوي پروګرام عملي کول ( په ځوانانو کې د عمر پر بنسټ د ژوند خوندي لارې) او د تبعیض پر وړاندې کړنې په ښوونځیو او ټولنه کې پلي کړي. د زړه په سورې د اخته ماشومانو د عملیاتي درملنې پروژه د سرې میاشتې ټولنې د ۱۳۸۸ کال له وروستیو څخه په ټول هېواد کې د زړه په سوري اخته ماشومانو د درملنې پروژه پر لار واچوله، چې د زړه د ساده او پېچلي سوري ترڅنګ په نورو د زړه سوري ته ورته نارو غیو اخته ماشومان درملنه کوي. د لومړ نیو موخو ډلې: د زړه په سورې اخته ماشومان د دوهمې موخې ډلې: د عمر او جنس په نظر کې نه نیولو سره ټول هغه ماشومان چې د زړه په ناروغۍ اخته دي پروګرام لاندې برخې لري: ۱ – د زړه د بطنونو د پردې په سورې اخته ماشومان ( VSD=Ventricular Septal Defect ) ۲ – د زړه د د هلېزونو د پردې تر منځ په سورې اخته ماشومان( ( ASD=Atrial Septal Defect ۳ – د زړه د د هلېزونو او بطنونو تر منځ په ګډ سورې اخته ماشومان(پېچلی سوری) Complex CHD-ASD,VSD, TGA, PS Total Anamulos, Complete AV canal Defect ۴ – د زړه د دسامونو په تنګوالي اخته ماشومان Tetra Logy Fallout) ۵ – د زړه سوري ته ورته دسامي ستونزي (Pulmonic Valve stenosis =PS, Aortic Valve stenosis=AS ,Mitral Valve stenosis=MS, Tricuspid Valve stenosis =T.C.S ۶ – له زیږون څخه وروسته د زړه د مجراوو واز پاته کېدل (Patent Ducts Arterious =PDA ۷ – د زړه سوري ته ورته د زړه رومانتیزمل ستونزه ( , Co arectation Aorta Aneurism Aorta +VSD, ASD ,TGA, PDA, PS, AS and Pulmonary Hypertension د زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو د ثابتولو لپاره اړین معاینات: ۱ – د زړه رنګه ټلویزیوني معاینات (Doppler color echo cardioghraphy ۲ - Cardiac Catheterization ۳ – Angiography ۴ - Angioscaning ( ماشومان د ایکو معاینې څخه وروسته د ناروغانو لېست ته شاملېږي. د ناروغانو د درملنې لپاره د هېواد په دننه او بهر کې د مجهزو روغتیایي مرکزونو سره لاسلیکونه شوي دي: په هېواد دننه، د ماشومانو لپاره د فرانسې د استیتیوت له روغتون (FMIC/Kabul ) اوامیري کمپلکس سره. په هند کې ( ډهلي مکس روغتون- فورتیس). یادو روغتیایي مرکزونو ته ماشومان د نوبت او ناروغۍ د شدت پر بنسټ ور پېژندل کېږي. دغه پروژه په بشپړه توګه د سرې میاشتې ټولنې له لوري تمویلېږي په یاد طرز العمل سره د زیاتو مالوماتو لپاره سرې میاشتې ته مراجعه وکړئ. د ټولنې په کچه د روغتیایي رضاکارانو پروژه دغه پروژه د سرې میاشتې یوه مهمه برخه ده، چې لومړنۍ روغتیایي مرستې، د رضاکارانو برابرول او په ټول افغانستان کې د لومړنیو روغتیایي مرستو رسول پر غاړه لري. (CBHFA) پر زړه پوري ځواک دي، چې په ټول هېواد کې د پېښو ځپلیو ته مرستې او د دوی د ژوند د ژغورلو لپاره هڅې او کوښښونه کوي او همدارنګه د سره صلیب او سرې میاشتې د غورځنګ او نښان معرفي کول، د اېچ ای وي (اېډز) د خطرونو په کمولو او نورو بشر پاله چارو کې مرسته کوي. د لومړنیو روغتیایي مرستو پروګرام، د افغاني سرې میاشتې ټولنې په چوکاټ کې د ۱۳۷۶ کال د جون په میاشت کې په کار پیل وکړ. په ۱۹۹۷ کال کې یې په ننګرهار، په ۱۹۹۷ کې په کابل او وروسته په هېرات، کندهار او بلخ ولایتونو کې خپل فعالیت پیل کړ، چې اوس د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت لري او د رضاکارانو په روزنه بوخت دي. د لومړنیو مرستو پروګرام په ۳۴ ولایتونو کې له ۳۰۲ ولسوالیو څخه ۱۵۰۰۰ کلي تر خپل پوښښ لاندې لري. دغه پروګرام ۷ سوپروایزر( سیمه ایز مدیر)، ۹۰د لومړنیو مرستو ښوونکي، کارکوي او۲۳۰۰۰ تنه د لومړنیو مرستو ښځینه او نارینه رضاکاران اداره او کنټرولوي. د لومړنیو مرستو اداره توانېدلې ده تر څو خپله کلنۍ بودیجه په ښه توګه ولګوي، چې د وخت په تېریدو سره به خپلې موخې ته هم ورسېږي. دغه پروژه د مالي او تخنیکي پلوه د غورځنګ له غړو ( د سره صلیب نړیوالې ادارې، د سره صلیب او سرو میاشتو د نړیوال فدراسیون ) له لوري تمویلېږي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرکزي روغتونونه ملي ټولنه دوه روغتونونه لري. ۱ – په کابل ښار کې یو عصري او مډرن په روغتیایي وسایلو سمبال ۷۰ بستریزروغتون. ۲ - په پروان ولایت کې په مخدره توکو د روږدو وګړو د درملنې روغتون. د سرې میاشتې مرکزي روغتون معالجوي او وقایوي برخې لري، چې معالجوي برخه لاندې فعالیتونه تر سره کوي: ۱ – د عمومي داخلې برخه ۲ – د عمومي داخلي جراحي برخه. ۳ – د عمومي اورتوپیدۍ او فزیو تراپۍ برخه. ۴ – د کالدانې د درملنې په ګډون د ماشومانو د عمومي داخلې برخه. ۵ – د نورمال زیږون او د کورني نظم په ګډون د مور او ماشوم سره مرستې او زیږنتون. ۶ – د غاښونو برخه. څېړندویه( تشخیصیه) برخې: ۱ – لابراتوار ۲ – اکسرې ۳ – التراسونډ ۴ – د زړه ګراف مرستندویې برخې: ۵ – د کتله وي معافیت برخه ۶ – د فارمسې برخه ۷ – بیړنۍ روغتیایي مرستې. مرکزي روغتون مسلکي کارکونکي او بشپړې مرستې لري، چې متخصص معالجان، نرسان، تکنیشن او ادادري نارینه او ښځینه کارکوونکي ۲۴ ساعته روغتیایي مرستې وړاندې کوي. د روغتون ټول لګښت د روغتیایي مرستو د ریاست له پانګې څخه ورکول کېږي او درمل یي د غوښتنو سره سم په ربعوار ډول د نړیوال سره صلیب له لوري ورکول کېږي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې ثابت کلینیکونه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د روغتیایي مرستو د ریاست ۴۵ کلینیکونه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت کوي، چې د عامې روغتیا په وزارت کې ثبت او د یاد وزارت د پالیسۍ سره برابري کړنې ترسره کوي. د روغتیایي مرستو ریاست د لا غوره روغتیایي مرستو لپاره د مسکی زده کړو لپاره ډاکترانو، نرسانو، قابلو، د لومړنیو روغتیایي مرستو رضاکارانو، او مرکزي او سیمه اېزو کار کوونکو ته روزنه ورکوي. یادې روغتیایي مرستې په بشپړه توګه وړیا دي او غریب او اړ وګړي کولی شي د درملني لپاره نوموړو روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي. اساسي او بنسټیزې مرستې په لاندې ډول دي: ۱ – د زیږون په جریان، له زیږون څخه وروسته او د نورمال زیږون لپاره تل قابلې په چوپړ کې دي ۲ – د لرې پرتو سیمولپاره روغتیایي مرستې او ثابت مرکزونه ( د کتلوي معافیت مرستې EPI ) ۳ – د مهمو درملو برابرول؛ دغه کلینیکونه د لوړ کیفیت لرونکي درمل، اړو او د لرې پرتو سیمو وګړوته رسوي او کوښښ کوي آن د هغه سیمو اوسیدونکو ته مرستې ورسوي چې روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري. ۴ – د پانسمان مرستې ۵ – د عامې تغذیې مرستې( د ماشومانو د ودې څېړل) ۶ – روغتیایي زده کړې؛ ناروغانو ته د روغتیایي مرستو سربیره، د کلینیکونو له لوري روغتیایي زده کړې هم ورکول کېږي. ۷ – په سیمه کې د ساري ناروغیو د کنټرول مرستې ۸ – د اوبو او چاپیریال ساتنې په اړه ډ‌له اېزې او فردې روغتیایي زده کړې ۹ – د سلا مشوېرو له لارې د رواني او ټولنیزې پیاوړتیا په برخه کې مرستې د کلینیکونو مهمې لاسته راوړنې: ۱ – د سرې میاشتې لپاره د معیاري کلینیکونو جوړول د ټولنې ملکیت دی، چې ۶ کلینیکونه: په پکتیا، لغمان، نیمروز، کاپیسا، بلخ، او پنجشېر ولایتونو کې د نړیوال فدراسیون په مالي لګښت او دوه کلینیکونه په کابل( شکردره ) او فراه ولایتونو کې د سرې میاشتې په لګښت بشپړ او پر دوو نورو کار روان دی کابل( موسهي – مهدیه) یو کلینیک د بلخ په چهارسنګ کې د ملي همبستګی به مرسته جوړ شوی. د ملل متحد په مرسته یو کلینیک به هېلمند کې جوړ شوی. ۲ - په اووه زونونو کې د کلینیکونو جوړول. په سویل لوېدیز مرکزي زون کې (شمس العارفین په غزني کې، لوګر پړل علم کې، میدان وردګ شیخ آباد، ) یو په لوېدیزه حوزه بادغیس کې. دوه کلینیکونه په مرکز جلال آباد او دره نور کې. یو دانه د کندهار په مرکز کې. ۳ – په ټولو زونونو کې د کلینیکونو لپاره د روغتیایي او غیر روغتیایي توکو برابرول. ۴ – د زونونو او ولایتونو په کچه د روغتیایي کارکونکو د وړتیا لوړول. ۵ – د مرکزي دفتر او روغتییای کارکونکو له لوري په زونوونو او سیمو کې د کلینیکو نو څېړل. ۶ – ټولو زونونو ته د معیاري روغتیایي توکو لېږل. ۷ – د کارکونکو په ځانګړې توګه د ښځینه کارکونو نیول. دغه پروګرام د مالي او تخنیکي پلوه د غورځنګ د ګډو کاري غړو( نړیوال سره صلیب، د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون او خپله د سرې میاشتې ټولنې له لورې تمویلېږي. په بیړنیو حالاتو کې روغتیا، چې لاندې برخې لري: ۱ - ګرځنده روغتیایي کلینیکونه د روغتیایي چارو ریاست د ثابتو کلینیکونو سربېره ۳۱ ګرځنده روغتیایي ټیمونه هم لري تر څو په بیړنیو حالاتو کې د اړتیا سره سم د طبیعي پېښو په وخت کې له ( سیل، زلزله، واوره ښوییدنه، وچکالي) او نورو لکه ( کډوالو، د جګړو له لاسه بیځایه شويو) وګړو سره مرسته وکړي. یاد ټیمونه تیار دي چې د اړتیا په صورت کې بیلابیلو سیمو ته ولیږل شي. اما د دغه ټیمونو کاري ځایونه ډېری د کورنیو بیځایه شویو په کمپونو، د پېښو د رامنځ ته کېدو په سیمه، د هېواد له پولو هه خوا د راغلو مهاجرو او د روغتیایي مرکزونو څخه لرې پرتې سیمې دي، چې اړو وګړو ته روغتیایي مرستې رسوي. سیار روغتیایي ټیمونه د هېواد په پنځو لویو ښارونو کابل، کندهار، ننګرهار، هېرات، او بلخ کې میشت دي. دغه ټیمونه د روغتیایي ټیمونو سربیره، میندو او ماشومانو ته د واکسین، د انفلونزا ناروغۍ په اړه عامه پوهه ورکول او د روغتیا ساتنې لارې چارې ورزده کوي، چې هره ورځ په لسګونو ناروغان د نوموړو ټیمونو له لوري درملنه کېږي. د ګرځنده رغتیایي ټیمونو د فعالیت سیمه د هغه سیمو له وګړو سره چې روغتیایي مرکزونو ته لاسرسی نه لري په بیړنیو حالاتو کې لکه د موسمي ساري ناروغیو، د طبیعي او غیر طبیعي پېښو لکه د سیلابونو راوتل، زلزله، د ځمکې ښوییدل، د واورو ښوییدل، چاودنې او نورو مواردو کې د پېښو د ادارې او نورو بنسټونو سره په بشپړه همغږۍ ۲۰ ورځنی روغتییاي کمپاین په لاره اچوي. د دې ترڅنګ د واکسیناسیون په ملي ورځو، او پېښو ته د ځواب ویلو لپاره سمینارونه ترسره کوي. روغتیایي مرکزونو ته د ټپیانوليږدول او د اړتیا په صورت کې بیړنۍ سروې ګانې هم تر سره کوي. د برابرۍ او مساواتو په چوکاټ کې د موثریت په نظر کې نیولو سره معیاري ، او لوړ کیفیته روغتیایي مرستې په ټولو ولایتونو کې تر لاس لاندې لري. دغه پرو ژه د نړیوال فدراسیون او د سره صلیب او سرې میاشتې د غورځنګ له لوري تمویلېږي. ټولنې ته د روغتیایي ټیم د ننوتلو پروژه دغه پروژه د روغتیا د ښه کولو او د وګړو د عامه پوهې د لوړولو لپاره په کلیو او بانډو کې فعالیت کوي. موخه یي د روغتیایي چاپیریال او څښاک د سالېمو اوبو برابرول دي تر څو د هغه ناروغیو کچه راټیټه کړي چې د ناسمو روغتیایي دودونو او چټلو اوبو د څښلو له امله رامنځ ته کېږي. دغه پرو ژه د کار مهمه برخه ده، چې نرم افزار(سافټ ویر) او کلک افزار(هارډ ویر) توکي پکې شامل دي. یاده پرو ژه دامهال په شمالي زون کې په بلخ، سرپل، او سمنګان ولایتونو کې فعالیت لري. په ختیځ زون کې د ننګرهار په مومندره ولسوالۍ کې فعالیت لري او امکان لري دغه پروژه د شمال لویدیځ مرکز پروان ولایت «قویا» ته هم وغځېږي. یاده پرو ژه د نړیوال فدراسیون او د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال غورځنګ له لوري تمویلیږي. د پروژې عمده لاسته راوړنې: د نرم افزار( سافټ ویر) برخه ۱ – د خان آباد او خلم ولسوالیو په شپږو کلیو کې د اوبو د لګښت په اړه د ۷۴ ټولنو ټاکل ۲ - د خان آباد او خلم ولسوالیو په شپږو کلیو کې د بس لاین سروې په لار اچول ۳ – په خان آباد او خلم کې ۱۲۰ رضاکاران ټاکل او دوی ته د ښونیز پروګرام ترسره کول، په ۹ ولسوالیو کې د ۱۸۰ تنو ښځینه رضاکارانو لپاره د روغتیا د دود او لوړتیا لپاره ښوونیز پروګرامونه تر سره کول ۴ – په خان آباد او خلم ولسوالیو کې د ۱۰۰ نارینه رضاکارانو لپاره ښوونیر پرو ګرام پر لاره اچول ۵ –۸۰ تنو ښځینه رضاکارانو ته روغتیایي ښوونیز پرو ګرام ۶ – د روغتیا د کچې د لوړولو او روغتیایي دودونو د پلي کولو لپاره په شورتپه ولسوالۍ کې ۱۲ نارینه رضاکارانو ته ښوونیر سمینار ۷ – په خلم کې د روغتیا د ښه والي او ساتنې لپاره یو ښوونیزپروګرام په لاره اچول ۸ - په خلم ولسوالۍ کې د ښځینه رضاکارانو لپاره د اومیندوارۍ دورې د روغتیا ساتنې لپاره دوه ښوونیز پړاوونه ۹ – په دهدادي ولسوالۍ کې د ۹ ښځینه رضاکارانو لپاره د اومیندوارۍ د روغتیا ساتنې یوښوونیز پروګرام په لار اچول ۱۰ – په دهدادي ولسوالۍ کې د نارینه رضاکارانو لپاره د اومیندواري دورې دوه پړاوه ښوونه ۱۱ – د بلخ په حسن خېلو ولسوالۍ کې د ښځو لپاره د اومیندواري دورې دوه ښوونیز پړاوونه کلک افزاره ( هارډویر) برخه ۱ – پر دریو ولسوالیو کې د ۷۴ روغتیایي تشنابونو جوړول ۲ – په خلم ولسوالۍ کې د لسو څاګانو جوړول ۳ – د خلم ولسوالۍ په حسن او ده واردا کلیو کې ۷۲ تشنابوونو ته د لاس مینځلو لپاره ۷۲ د اوبو ټانکرونه جوړول ۴ – په دهداد او خلم ولسوالیو کې د څلورو څاګانو لپاره سرپوښونه جوړول ۵ – د عملیاتي پلان اړوند د ۲۰۱۰ کال څخه تر اوسه ۱۲۰ تنه ښځینه رضاکارانې د دریو ولسوالیو له شپږو کلیو(اریغ باتور ،جوی وکیل ،ده حسن،ده واردا، ده حسن ، قرلق ا و حسن خیل) څخه ټاکل شوې دي. روغتیایي پروژې او پروګرامونه ډېری؛ په بشپړه او یاهم تر یوه حده د غورځنګ د کاري غړیو په مالي مرسته تمویلیږي، اما د ټولنې خپله برخه هم د یادولو وړده. د څارنې او پلي کولو په برخه کې د ملي او نړیوالو بنسټو نو کړنې، چې د روغتیایي مرستو په برخه کې یې تر سره کوي د یادولو وړ دي. ۶ – د یادولو وړده، چې د روغتیایي برخې رضاکاران د روغتیایي پراختیا د امنیت او لومړنیو روغتیایي مرستو په برخه کې مهم رول لري، چې په بیړنیو حالاتو کې د سیمې څېړل، او د ملي ټولنې سره په ګده د مرستو د رسولو لپاره لاس په کار کېږي. دوی هرکال په سلګونو جسدونه د جګړې له ځای څخه د دوی کورونو ته رسوي، په زرګونو وګړي یې له لومړنیو مرستو څخه برخمن شوي او د ساري ناروغیو د وقایي، او د ځای پرځای شویو ماینونو په اړه یې په زرګونو وګړو ته روزنه ورکړې ده. د سخت سوي او هډوکو پر ماتوالي د اخته نارو غانو د درملنې پروګرام په ۱۳۶۸ زیږدیز کال کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې او د آلمان د سولې کلي د هوکړه لیک پر بنسټ یوه اوږد مهاله پروژه پر لاره واچول شوه، چې پر بنسټ یې د سخت سوي او هډوکو پر ماتوالي اخته ناروغان د درملنې لپاره آلمان ته استول کېږي، چې په هېواد د ننه لګښتونه یې د سرې میاشتې ټولنې او تر هېواد بهر لګښتونه یې د آلمان د سولې د کلي پر غاړه دي. د سولې د کلي ډاکتران په کال کې دوه ځله( د زمري او سلواغې په میاشتو کې) په افغانستان کې ناروغان معاینه کوي. هغه ناروغان چې د جوړېدو امکان لري آلمان ته لېږل کېږي. د دوی د درملنې په جریان کې ټول لګښت په آلمان هېواد کې ورکول کېږي. د سولې د کلي استازي په کال کې دوه څله افغانستان ته راځي، چې د معاینې او اړوندو شرایطو تر درلودلو وروسته، ناروغ ماشامان د درملني لپاره آلمان ته استول کېږي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه د بشر پالنې پر بنسټ کوښښ کوي تر څو په یاده پروسه کې په ونډه اخستلو سره د بي سرپرسته او اړو وګړیو د ناروغیو کچه راټیټه کړي.

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 1632
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 5
» ټول کتونکي : 52093

د پاڼې سرته تلل