د افغاني سرې میاشتې ټولنې تاریخي بهیر ته لنډه کتنه

د افغاني سرې میاشې ټولنه او یاهم نورې ملي ټولنې د حکومت په منلو سره، د بشر پا له مرستو په برخه کې د اړوندو حکومتونو د مرستیال په توګه مرستې کوي. کله چې یوه ملي ټولنه د نړیوال سره صلیب د کمېټې له لوري په رسمیت و پېژندل شي، نوموړې ټولنه د غورځنګ له غړو څخه شمېرل کېږي، او کولی شي د سره صلیبونو او سرو میاشتو په نړیوال فدراسیون کې د ګډون غوښتنه وکړي. په ۱۸۶۴ زیږدیز کال کې سویسي هنري دونات د بې پرې مرستو لپاره د یوه خپلواک سازمان بنسټ کېښود. د وخت عثماني دولت په ۱۸۷۶ کال کې د سره صلیب د نښان پر ځای د خپل بیرغ د معکوس یعني په سپينه ټوټه کې سره میاشت یې د خپلې ملي ټولنې لپاره نښان وټاکه. د نړیوالې پېژندې له پلوه سره میاشت ډېر غوره او د ارزښت وړ ځای لري. نړیوال سور صلیب او سره میاشت د نړۍ تر ټولو لویه بشر پاله، غیر سیاسي او مرسته رسوونکې شبکه ګڼل کېږي. د افغانستان د سرې میاشتې ټولنه د سرې میاشتې د نښان په درلودلو سره په روانه پیړۍ کې د بشري زیانونو د کمولو په برخه کې د لاندې تاریخې بهیر در لودونکې ده. لومړی په ۱۳۰۸ لمریز کال، چې د ۱۹۲۹ زیږدیز کال سره سمون خوري د یو شمېر بشر پاله وګړو یوه عمومي غونډه د کابل په عمومي بڼ کې د « ملي خیریه غونډې » په نامه جوړه شوه. یاده غونډه د پېښ ځپلیو د ملاتړ لپاره د خلکو د هڅونې په موخه جوړه شوه. د بیانیو اعلانونو او مرستو غوښتنو په واسطه د یاد بنسټ د پرمخ بوولو لپاره انسانې عاطفه ؛ د یو داسې سازمان د جوړیدو سبب شوه، چې د مرستو، معاشونو او شخصي عوایدو څخه یې له اړو وګړو سره مرسته کوله. دې بنسټیز نظم د ملي ټولنې بنسټ رامنځ ته کړ. په یاده غونډه کې د دارالبلدیه پخوانی مامور محمد ابراهیم د ریس په توګه او نور خیریه دوستان د مرستیال، خزانه دار او نورو کارکونکو او غړو په توګه وټاکل شول. د ملي مرستو غونډې پر همغه لومړني جوړښت سره خیریه چارې ترسره کولې ترهغه، چې د ۱۳۰۸ کال د کب په ۱۸ نېټه محمد نادر خان پر خپل لاسلیک سره یو فرمان د ملي مرستو غونډې ته د ځواب لپاره ولېږه، او پر خپل فرمان کې یې د مرستندویه ملي غونډې د بریا هيله کړې وه. مرستندویه ملي غونډې دری کاله وروسته ( په ۱۹۳۲ زیږدیز ۱۳۱۱ لمریز کال په هاګ کې د نړیوال غورځنګ د کنفرانس د غوښتنې پر بنسټ ) د غړیتوب سیستم پرانیست او دارالیتام دارالمساکین او مرستون یې جوړ کړ. د مالیې وزارت په چوکاټ کې یې د( سره محراب) په نامه داخله کړه، چې له یو څه مودې وروسته د عامې روغتیا پر وزارت پورې وتړل شوه. په (۱۳۱۳) لمریز او (۱۹۳۴) زیږدیز کال له یاد وزارت څخه بیله او د « سرې میاشتې » په نامه یاده شوه. چې د سرې میاشتې د جوړښت رسمې کال ۱۳۱۳ لمریز کال بلل کېږي. سره میاشت د ۱۳۳۰ کال د تلې په ۲۰ نیټه، چې د ۱۹۳۴ زیږدیز کال سره سمون لري د (۲۱۶۶) نمبر شاهي فرمان پر بنسټ ( چې یاد بنسټ ته صلاحیتونه او مکلفیتونه پکې ورکړل شوي وو) د یوه ملي خپلواک او خیریه بنسټ په توګه د وخت د پاچا تر ملاتړ لاندې د « افغاني سرې میاشتې ټولنې » په نوم ونومول شوه. محمد ظاهر شاه له یاد بنسټ څخه دملاتړ په ترڅ کې، شاهزاده احمدشاه د سرې میاشتې ټولنې لومړی افتخارې مشر وټاکه. د ۱۳۳۳ لمریز کال د وږي پر ۱۱نېټه د پېژندنې د ۱۰ مادو تر بشپړ تیا وروسته، د سره صلیب له لوري د یوې افغاني ټولنې په توګه په رسمیت و پېژندل شوه. پر همدې کال د ملي ټولنو او سره صلیبونود نړیوال فدراسیون د ۸۳ یم غړي په توګه و منل شوه. سرې میاشتې د خپل جوړښت څخه را پدې خوا د دوو نړیوالو همکارانو( نړیول فدراسیون او نړیوال سره صلیب) ترڅنګ په ټول هېواد کې بشري مرستې وړاندې کړې دي. د ۱۳۹۱ لمریز کال د عمومي ټولنې د تصویب شوې اساس پاڼې پر بنسټ د سرې میاشتې ټولنه لاندې موخې لري: ۱ – په بشپړه بې پلوۍ، له نژادي، جنسیتي، ژبني، سیمه ایز، دیني، مذهبي، عقیدتي، سیاسي، ایډیولوژیک او ټولنیز توپیر پرته د ناروغیو وقایه او د بشري ستونزو راکمول. ۲ – د طبیعي او غیر طبیعي پېښو او وسله والو شخړو له زیانمنو سره پر خپل وس پوره مرستې. ۳ – د ناروغیود وقایې په بر خه کې اړین اقدامات، د عامې روغتیا ښه والی او تر خپلې وسې د بشري کړاوونو کمول.

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 618
» د پرون ورځې کتونکي : 0
» پر کرښه کتونکي : 21
» ټول کتونکي : 619

د پاڼې سرته تلل