<span>ډاکتر نیلاب مبارز د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرترجنرالې په توګه وګمارل شوه </span><span>موږ د انسانیت لپاره کار کوو! </span><span>د افغاني سرې میاشتې ټولنې کارمندان او رضاکاران د هیواد په مختلفو برخوکې له پیښځپلو سره د مرستې په حال کې . </span><span>د مرستې رسونې په موخه زموږ نه ستړې کیدونکې هلې ځلې! </span>
ډاکتر نیلاب مبارز د افغاني سرې میاشتې ټولنې د سکرت...
موږ د انسانیت لپاره کار کوو!...
د افغاني سرې میاشتې ټولنې کارمندان او رضاکاران د ه...
د مرستې رسونې په موخه زموږ نه ستړې کیدونکې هلې ځلې...
زموږ نظر

راځئ چې د ۶۰۰۰ ماشومانو ژوند وژغورو!

د افغاني سرې میاشتې ټولنه له دولت، خیریه وګړو، ملي سوداګرو، پانګوالو او په ځانګړې توکه له ملي او نړیوالو بشر پاله بنسټونو څخه غواړي، تر څو د خپلو بشر پالو مرستو له لارې د زړه په سوري د ۶۰۰۰ اخته ماشومانو ژوند وژغوري. د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۱۳۸۸ ل لمریز کال را پدې خوا د ماشومانو د زړه سوري د درملنې پروژه په ټول هیواد کې په لاره اچولې ده. دغه پروژه ډيری د زړه ساده او پیچلې عملیاتي درملنې ته ځانګړې شوې ده، چې تر دې مهاله له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د زړه په سوري ۱۱۲۰۰ اخته ماشومان راجسټر شوي، د ۵۲۰۰ ماشومانو درملنه شوې او پاتې ۶۰۰۰ نور د درملنې په تمه ناست دي. ملي ټولنې لا تر اوسه تر ۱۱زره ډیر د زړه په سوې اخته ماشومان ثبت کړي، چې د روغتیایي خدمتونو د ریاست د مالوماتو پر بنسټ؛ ۵۲۰۰ ماشومان درملنه شوي او شپږ زره نور د درملنې انتظار باسي. په افغاني سرې میاشتې ټولنه کې ثبت شوي دیرش سلنه ماشومان د امکاناتو د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د ناروغو ماشومانو مړینه د دې سبب شوه، [...]

تفصیل »

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځانګړې اونۍ په مناسبت د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جلالتمآب جمهور ریس پیغام

بسم الله الرحمن الرحيم د تلې وروستۍ اونۍ چې زموږ په کلیزه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې اونۍ بلل شوې ده، د صدقې او ښیګڼې د کلتور د پیاوړتیا او د دې خ [...]

تفصیل »

د ۱۳۹۵ کال د ځانګړې اونۍ په مناسبت د سرې میاشتې ټولنې د سرپرست پیغام

درنو هیوادوالو! خوښ یم چې یو ځل بیا د افغانې سرې میاشتې ټولنې ځانګړې اونۍ لمانځو. ټول پوهیږو چې یاده ټولنه د اعانو او صدقو ټولو [...]

تفصیل »

زموږ داستانونه

دغه ځوانان چې نن د ټولنې د خدمت لپاره وړاندې شوي د پرون ورځې هغه یتیمان دي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لودیځ زون په مرستون کې

تفصیل »
د پاڼې سرته تلل