د بشري دیپلوماسۍ او حقوقي چارو ریاست

د بشري دیپلوماسۍ او حقوقي چارو ریاست په (۱۳۹۱) کال کې د حقوقي چارو او بشري دیپلوماسۍ، او د سرې میاشتې د مسولینو د لاسرسي او مصئونیت لپاره د افغاني سرې میاشتې ټولنې په جوړښت کې جوړ او په خپل کار یې پیل وکړ. یاد ریاست د حقوقي چارو د اصولو اوبنسټ پاڼې برابرول، د کړنو لارې چارې، پالیسۍ، هوکړه لیکونه، د اداري راکړې ورکړې او د اړوند کارکونکو په نیونه کې د دوی نظرونه په غاړه لري. د دې ریاست موخه او کړنې، د یوه خیریه بنسټ په توګه د سرې میاشتې قانونمند کیدل، په بشري چارو کې خپلواکي او ناپیلیتوب، د ټولنې د ښه والي او روڼوالي د تامین لپاره د ټولنې په کاري پلانونو کې ګډون او د نړیوال غورځنګ د منل شویو معیارونو لپاره د قانون د حاکمیت او ټولنې دټولو اسنادو ارزونه ده. د حقوقو ا دیپلوماسۍ ریاست د کړنو لنډیز: ۰ په عدلیه وزارت کې د سفارتونو د کاري پلان د پلي کولو د څه رنګوالي، او د عامه پوهې په ورکشافونو کې برخه اخستل. ۰ د سرې میاشتې د اړوندو ریاشتونو کارونه څېړل او ارزل، او د کاري پلان او پالیسیو په برخه کې له هغه سره مرسته کول. ۰ د عدلي بنسټونو او قانون ټاکونکو چارو په غونډو کې ګډون کول. ۰ د سرې میاشتې ټولنې د اساساي قانون د اونۍ لمانځل. ۰ د معلولو وګړو په اړه په ملي پالسیو کې د خپل نظر څرګندول. ۰ د لاندې سرچینو د تصویب لپاره عدلیې وزارت ته د علمي څېړنو د مسودې او د ټولنې قانوني پړاوونه، قانون ټاکونکو انستیتیونونو ته لېږل. ۰ د عدلیې وزارت په قانون ټاکونکې غونده او د دولت د کابینې په قانون ټاکونکې کمېټه کې برخه اخستل. ۰ د سرې میاشتې ټولنې په قانوني چاروکې د نړیوال سره صلیب د حقوقي برخې نظرونه شریکول. ۰ د ټولنې د تدارکاتو په کمېټه کې رغنده ونډه اخستل. ۰ د ټولنې په ستراتیژیکه او پلان جوړونې کمېټه کې فعاله ونډه اخستل. ۰ په هند کې د کاناډا د سیدا پروتوکول د غړیتوب په غونډه کې ګډون.

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 2377
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 10
» ټول کتونکي : 27862

د پاڼې سرته تلل