مرستونونه

مرستونونه چې د دارالیتام او دارالمساکین په نومونو یادېدل تر ۱۳۴۲ لمریز کال پورې د دولت اړوند، او له دولت څخه تمویلېدل، چې له یاد کال راپه دې خوا د سرې میاشتې په جوړښت کې راغلل او د لګښتونو برابرول یې هم د سرې میاشتې پر غاړه دي. د مرستونونو تمویل د سرې میاشتې له عوایدو، چې د خیرغوښتونکو وګړو، پانګوالو او یاهم د بهرنیو هېوادونو له بنسټونو او... له مرستوڅخه جوړ دي، برابرېږي. سره میاشت په کابل، کندهار، ننګرهار، هرات او بلخ ولایتونو کې مرستونونه لري، چې تر اوسه په زرګونه بې سرپرسته او اړې کورنۍ پکې ساتل شوې دي. دا مهال ۱۳۹۴ کال کې ۱۰۰۰ کسان د سرې میاشتې په مرستونونو کې ژوند کوي. سره میاشت تل کوښښ کوي تر څو د خپلې وړتیا سره سم د مرستونونو د او سېدونکو لپاره امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي. په مرستونونو کې د اوسېدونکو د ماشومانو ښوونې او روزنې ته ځانګړې پاملرنه کېږي. د مرستون اوسیدونکی د مرستون په دننه کې یو ښوونځی لري چې یاد ښوونځی د پوهنې په وزارت کې ثبت دی. یاد ښوونځی د پونې د ښوونیز نصاب سربېره د کمپیوټر، ریاضیاتو، انګلسي او دیني زده کړو کورسونه، کتابتون، تفریحي بڼ، د لوبو لوبغالي او تجربه لرونکي استادان د زده کونکو په واک کې ورکړي دي. د سرې میاشتې ښوونځی د مرستون د مېشتو کورنیو پر ماشومانو سربیره د سیمي اوسیدونکې هم په اصولو برابر د ټاکلي فیس په بدل کې شاملوي. په مرستون کې مېشتې کورنۍ، چې د ټاکلي وخت لپاره په مرستون کې پاته کېږي د ځان بسیاینې لپاره د خیاطۍ، ګلدوزۍ، حلبي جوړونې، نقاشۍ، د ستنې کار او د ړندو لپاره ښوونه ، د پيسو ساتلو لپاره بانکي حسابونه جوړول او داسې نورې آسانتیاوې ورته برابرې شوې دي. سره میاشت وروست تردې، چې پر ځان بسیا کورنۍ له مرستون څخه وباسي د خپلې حرفې سامانونه هم په وړیا توګه ورکوي. د کورنیو تر وتلو وروسته نورې په شرایطو برابرې کورنۍ شامېلیږي کېږي. په یادو مرستونونو کې پر اړو کورنیو سربېره، یو شمېر عقلي او عصبي ناروغان هم په ځانګړي ځای کې ساتل کېږي. د ۲۴ ساعته کلینیک په ګډون لومړنۍ اړتیاوې ، ۲۴ ساعته د اوسېدوځای او خوراک، د ټولنیزو او روغتیایي مرستو برابرول، لومړنۍ روغتیایي مرستې، په مجهزو او د سرې میاشتې په روغتونونو کې درملنه د مرستونونو د مېشتو وګړو په چوپړ کې دي. رواني ناروغان نر او ښځې دي، چې شپه او ورځ د ځانګړو روزونکو تر څارنه لاندې دي. د سرې میاشتې د اصولو سره سم نارینه رواني ناروغان د هرات په مرستون او ښځينه رواني ناروغان د کابل په مرستون کې ژوند کوي.

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 1989
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 10
» ټول کتونکي : 19199

د پاڼې سرته تلل