د افغاني سرې مياشتې ټولنې او د سره صليب نړيوالې کميټې ترمنځ د ګډې همکارۍ د چوکاټ هوکړه ليک لاسليک شو

۲۹-مرغومی-۱۳۹۶

د افغاني سرې میاشتې ټولنې سکرترجنرال آغلې ډاکتر نيلاب مبارز او په افغانستان کې د سره صليب د نړيوالې کميټې رئيس آغلې مونيکا زيمرلي ترمنځ د ارزښتونو مشارکت د ګډې همکارۍ د چوکاټ هوکړه ليک په ځانګړي توګه د ظرفيت د لوړتيا، په افغانستان کې د ګډو عملياتونو د پروګرامونو په برخه کې د ۲۰۱۸ کال څخه تر ۲۰۲۰ پورې لاسليک شو. د افغاني سرې میاشتې ټولنې سکرترجنرال آغلې ډاکټر نيلاب -مبارز د ملي ټولنې سره د سره صليب نړيوالې کميټې همکارۍ او په هيواد کې د پيښو قربانيانو سره د مرستې څخه مننه او قدرداني وکړه ويې ويل؛ د سره صليب نړيواله کميټه تل د افغاني سرې مياشتې ټولنې ملاتړ، په ځانګړي توګه په کړکيچونو کې لکه: شخړې، روغتيايي خدمتونه او د خوندي لاسرسي پروګرامونو، د جسدونو ليږد او تقنيني او تحکيمي برخو کې ملاتړ دی. همدارنګه؛ په افغانستان کې د سره صليب نړيوالې کميټې رئيس هم د ظرفيت جوړونې او ګډو همکاريو له لارې له ملي ټولنو سره د اوږدې تاريخي همکارۍ په يادونې سره خبرې کړي، هيله يې ښودلې ويې ويل: په ستونزو باندې د بريالي کيدو لپاره، سالمه همکاري لازمه ګڼم ترڅو وکولای شو د سره صليب نړيوالې کميټې او د افغاني سرې مياشتې ټولنې اصلي موخو ته ورسيږو. د يادولو وړ دی چې دا هوګړه ليک د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ څخه د ۲۰۲۰ کال تر ډسمبر پورې به د اجرا وړ وي.

له ملګرو سره شریکول:

نظرونه (0)

ستاسې نظر

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 15245
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 15
» ټول کتونکي : 61924

د پاڼې سرته تلل