د افغاني سرې مياشتې ټولنې مرستيال او سرپرست ښاغلي ډاکټر ميرويس اکرم د پلاوي په ملتيا د ايران اسلامي جمهوريت سره د بشرپالنې او همکاريو په موخه د هوکړه ليک د بهير څارنې لپاره هغه هيواد ته سفر وکړ.

۲۴-سلواغه-۱۳۹۶

د ملي ټولنې مرستيال او سرپرست ښاغلي ډاکټر ميرويس اکرم او روسره مل پلاوي د دوه اړخيزو همکاريو د هوکړه ليک، د بشرپالو ګډو همکاريو د پراختيا، د ايران د سرې مياشتې له چارواکو سره د خبرو اترو او د ايران د سرې مياشتې تأسيساتو څخه د کتنې په موخه د روان کال د مرغومي مياشتې په پای کې هغه هيواد ته سفر وکړ. په دې کتنه کې، په هغه هوکړه ليک باندې چې ترمخه د افغاني سرې مياشتې ټولنې او د ايران د سرې مياشتې تر منځ لاسليک شوی و بيا کتنه وشوه، د ايران د سرې مياشتې ټولنه چمتو ده ترڅو پيښو ته د لاښې رسيدنې، د ټپيانو او ناروغانو د درملنې، د پلټنې او ژغورنې او د کورنيو بياځلې سره يو ځای کولو کې د ګډو همکاريو په موخه خپلې تجربې او پوهه د افغاني سرې مياشتې ټولنې په واک کې ورکړي. همدارنګه د ايران د سرې مياشتې ټولنې د لاښو خپرونو د تبادلې، په نړيوالو معيارونو برابرو د بيړنيو عملياتو د مرکز چمتو کولو، په لوړ کيفيت او ارزانه د مرستندويو وسايلو او لازمو درملو چمتو کولو، په غوره خدمتونو او ارزانه قيمت سره د ناروغانو منل او په بيلابيلو برخو کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د کارکوونکو او رضاکارانو د روزلو لپاره د چمتووالي اعلان وکړ. دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۱۲ کال په لومړيو کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې د پلاوی چې مشري يې د ملي ټولنې پخوانی رئيس آغلې فاطمه ګيلاني کوله او د ايران د سرې مياشتې ټولنې تر منځ د ګډو همکاريو لس کلن هوکړه ليک لاسليک شوی و.

له ملګرو سره شریکول:

نظرونه (0)

ستاسې نظر

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 15253
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 15
» ټول کتونکي : 61932

د پاڼې سرته تلل