د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال او سرپرست د رسنیو له ملاتړ څخه مننه وکړه

۲۸-لړم-۱۳۹۵

د پیښو په اړه معلومات ورکول، د بیوزلو او ځپلو خلکو له حال څخه خبرونه، د طبیعي او غیر طبیعي پیښو د پیښیدو او د هغه د زیانونو ښکاره کول ( تر څو اړوندې ادارې، پانګوال، بشرپاله نړیوال او ملي بنسټونه او ... یې ېه اړه لازم اقدامات تر سره کړي ) هغه سپیڅلې دنده ده، چې لومړنی ویاړ یې د قدرمنو رسنیو په برخه دی. د روان ۱۳۹۵ لمریز کال د لړم په ۲۶ نیټه افغاني سرې میاشتې ټولنې په کابل ( آسمایي تالار ) کې د ټولو تصویري، غږیزو او چاپي رسنیو د رسنیز ملاتړ، غوره کړنو او همکاریو څخه د مننې په موخه مطبوعاتي کنفرانس دایر کړ. په غونډه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکتر میرویس اکرم له ټولو آزادو رسنیو څخه مننه وکړه او په یاده برخه کې یې د دوی مرستې وستایلې. همدارنګه د افغاني سرې میاشتې ټولنې یو شمیر ریسانو هم د خپلو کړنو، بشري مرستو او پلانونو په اړه د غونډې له ګډونوالو او رسنیو سره لنډ معلومات شریک کړل. د یادې ټولنې د پيښو پر وړاندې د مبارزې ریس عبدالرحمن کلانتري وویل: په روان کال کې مو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې د سل زره ( ۱۰۰۰۰۰ ) په شاوخوا کې پيښځپلو وګړو ته مرستې رسولې دي. همدارنګه د روغتیایي خدمتونو ریس ډاکټر سلیم بهرمن وویل: سږ کال په ټول افغانستان کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بنسټیزو او ګرځنده روغتونونو له روغتیایي مرستو څخه تر یو میلیون زیات خلک برخمن شوي دي. د مرستونونو ریس محمد زاهد کوشان هم په خپلو خبرو کې زیاته کړه: د افغاني سرې میاشتې ټولنې په پینځو مرستونونو، کابل، کندهار، هرات، ننګرهار او بلخ کې تر زرو( ۱۰۰۰ ) ډیر بې سرپرسته وګړي د یادو مرستونونو له آسانتیاوو څخه برخمن شوي دي. د یادونې وړ ده چې په یاده غونډه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستیال او سرپرست ډاکټر میرویس اکرم، د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معینې سیده مژګان مصطفوی، د آزادو رسنیو مسولینو، ژورنالستانو او د یادې ټولنې د بیلا بیلو څانګو ریسانو ګډون کړی و.

له ملګرو سره شریکول:

نظرونه (0)

ستاسې نظر

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 24
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 13
» ټول کتونکي : 2748

د پاڼې سرته تلل