د پراختيايي بوديجې د همغږۍ غونډه جوړه شوه

۰۱-سلواغه-۱۳۹۶

د افغاني سرې مياشتې ټولنې د پراختيايي پروژو د تطبيق لپاره د پراختيايي بوديجې د همغږۍ غونډه د روان کال د مرغومي په ۳۰ مه د دې ټولنې مرستيال او سرپرست ښاغلي ډاکټر ميرويس- اکرم، په ملاتړيزو چارو کې د سکرترجنرال مرستيال ښاغلي نوروز علي- عليزاده، د سيمه ييزو همغږيو او استازوليو رئيسانو او کارکوونکو په ګډون د افغاني سرې مياشتې ټولنې په مرکزي تالار کې جوړه شوه. ښاغلي ډاکټر ميرويس – اکرم، ميلمنو ته د ښه راغلاست ويلو ترڅنګ، د مديريت په اصولو کې يې همغږي، د انساني او جوړښتونو د چارو مجموعه تعريف کړې چې په ټولنه کې د هر نظام د اجزاوو د اغيزمنو اړيکو جوړولو پخاطر، موخو ته د آسانه رسيدو لپاره طراحي کيږي. ښاغلي ډاکټر ميرويس- اکرم، د پراختيايي پروژو د بشپړولو پخاطر، په افغاني سرې مياشتې ټولنه کې همغږي يو اصل بولي او دا يې ټولو ته لوی وياړ وباله. وروسته د ملي ټولنې د مالي، املاک او تعميراتو او د لوژستيک رئيسانو د همغږۍ د غونډې د ارزښت، د کاري پلان د وړاندې کولو، د قراردادونو د تړون، د پروژو د ورپيژندلو او د پروسږکال د تجربو په اړه خبرې وکړې. دا په داسې حال کې ده چې د افغاني سرې مياشتې ټولنه هر کال د پراختيايي پروژو د تطبيق او نه تطبيق د موضوع په اړه د لارښود چارواکو، رئيسانو او کارکوونکو په ګډون، په مرکزي تالار کې د همغږۍ غونډه جوړوي.

له ملګرو سره شریکول:

نظرونه (0)

ستاسې نظر

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 15229
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 15
» ټول کتونکي : 61908

د پاڼې سرته تلل