د ( International Islamic Relief Organization ) په همکارۍ په لوګر او میدان وردګو کې ۱۲۰۰۰بیوزلو کورنیو ته خوراکي توکي وویشل شول

۱۵-لیندۍ-۱۳۹۵

د روان کال د لړم په درویشتمه نیټه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لوګر نمایندګۍ له لوري د سعودي عربستان د ( هیات الاغاست الاسلامیه ) ټولنې خیریه مرستې په ۶۰۰ غریبو کورنیو باندې وویشل شوې. یادې مرستې؛ ۵ قلمه خوراکي توکي وو، چې هرې کورنۍ ته ۱۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ کیلوګرامه وریژې، ۳ لیټره غوړي، ۳ کیلوګرامه لوبیا او دری کیلوګرامه بوره وه، چې په بشپړه همکارۍ سره د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لوګر څانګې له لوري په بیوزلو کورنیو وویشل شوې. همدارنګه پورتني خوراکي توکي پر همدغه ورځ په وردګو ولایت کې هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ولایتي څانګې له لوري پر ۶۰۰ بیوزلوکورنیو وویشل شول، چې دغه مرستې هم د سعودي عربستان د (هیات الاغاست الاسلامیه ) ټولنې په مالي مرسته تر سره شوې. له نوموړو مرستو څخه برخمن شوو وګړو په یادو مرستو خوښي وښودله او د افغاني سرې میاشتې ټولنه يې یواځنی ریښتینی خیریه او بشرپاله بنسټ وباله.

له ملګرو سره شریکول:

نظرونه (0)

ستاسې نظر

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 2031
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 11
» ټول کتونکي : 19241

د پاڼې سرته تلل