په ننګرهار ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د بشرپاله مرستو لنډیز

۱۱-لړم-۱۳۹۵

د افغاني سرې میاشتې ټولنه د بشر پالنې اصل ته په کتو سره، چې موخه یې د انسانانو ژوند او روغتیا ساتنه ده، تل یې د بشرې پیښو د کمولو لپاره هڅې کړې، چي د دغه اصل د پلي کولو په رڼا کې یې د ټولنې اړو وګړو ته ګټورې او پر وخت مرستې وړاندې کړې دي. په ننګرهار ولایت کې افغاني سرې میاشتې ټولنې په روان کال کې، ګټور توب، لاسرسي، برابرۍ او مساواتو ته په کتو سره لاندي معیاري او ارزښتمني مرستې وړاندې کړې دي: د مرستون تعمیر ګټې اخیستنې ته وړاندې کول په ننګرهار ولایت کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پيښو پر وړاندې د مبارزې د مدیر محمدمآب آشنا په خبره؛ د افغاني سرې میاشتې ټولنې د پيښو پر وړاندې د مبارزې مدیریت په ۲۰۱۵ کال کې له ( ۱۸۴۷) اړو کورنیو او د روان (۲۰۱۶ )کال له پیل څخه تراوسه له ۲۰۲۰ اړو او ځپلیو کورنیو سره « چې د سیلابونو، زلزلو، نورو طبیعي او غیر طبیعي پیښو له امله زیانمنې او یا له خپلو کورونو څخه بیځایه شوې دي » د خوراکي او غیر خوراکې توکو مرستې کړې. ښاغلی آشنا زیاتوي: د افغاني سرې میاشتې ټولنه په ننګرهار ولایت کې دری بنسټیز او یو ګرځنده کلینیک لري، چې په یاد ولایت کې د روغتیایي پیښو په راکمولو کې خورا مهم رول لري او د خلکو په روغتیایي برخه کې د پام وړ لاسته راوړنې لري. چې په دغه روغتونونو کې په زرګونو ناروغان در ملنه شوي او په اړو وګړو اړین درمل ویشل شوي دي. همدارنګه زموږ ګرځنده روغتیایي کلینیک د هغه هیوادوالو لپاره، چې روغتیایي مرستو ته لاسرسی نه لري، روغتیايي کمپاینونه په لاره اچولي او په کلیو او لرې پرتو سیمو کې په زرګونه ډول ډول ناروغان د دغه کلینیک له روغتیایي مرستو څخه برخمن شوي دي. په روان کال کې په لسګونو نرو او ښځو د افغاني سرې میاشتې ټولنې غړیتوب تر لاسه کړی، چې هره میاشت یې د غړیتوب حق ادا او د یادې ټولنې سره یې په رضاکارانه خیریه مرستو کې ګډون کړی دی. په دغه ولایت کي د نارینه او ښځينه رضاکارانو شمير ۱۹۲۴ تنه دی، چې د مې د آتمې او د ځانګړې اونۍ په لمانځنه، عمومي حشر، د خپرنیزو توکو په ویش او د یادې ټولنې په نورو برخو کې یې د پام وړ مرستې کړې دي. همدارنګه په ننګرهار کې د افغاني سرې میاشتې ټولنه په بیلا بیلو برخو لکه: د لس تنو رضاکارانو روزل، د غړیتوب سیسټم ته د غړیو جذبول، د ورځنیو مراجعینو لپاره د روغتیایي خدمتونو وړاندې کول او د مستحقو زده کوونکو لپاره په وړیا توګه زده کړې ورکول په پام کې لري.

له ملګرو سره شریکول:

نظرونه (0)

ستاسې نظر

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 2036
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 11
» ټول کتونکي : 19246

د پاڼې سرته تلل