د موسسوي پراختیا اداره

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د موسسوي پراختیا اداره؛ د ټولنې د پراختیایي چارو د څارونکې او هم غږې کونکې په توګه د پلان جوړول او ترتیب کول او د ټولنې پالیسۍ له اړوندو څانګو سره شریکولو دنده پر غاړه لري. سربېره پردې، یاده څانګه د ټولنې د اداري چارو د پیاوړتیا، په استازولیو او مرکزی دفتر کې د کارکونکو د پراختیا لپاره کارکوي. د پلان جوړونې او موسسوي پراختیا ریاست په ډېرو برخو کې کارکوي. په ځانګړې توګه د ځوانانو او رضاکارانو له ریاست، د مالي او بشري منابعو له ریاست، د املاکو او تعمیراتو له آمریت او د لوژیستیک له ریاست سره مرسته کوي. د دې ترڅنګ د سره صلیب له نړیوالې کمېټې او نړیوال فدراسیون سره هم په ګډه کار کوي. د ټولنې د کارکونکو د وړتیاوو د لوړولو او په ښوونیزو پلانونو او کړنو کې یې ګډون، د غورځنګ له غړو سره مرسته ده. همدارنګه یاده اداره د ټولنې د رهبرۍ تر لارښونه لاندې د سرې میاشتې د ادارو د پراختیا لپاره د استازولیو او ساحوي دفترونو سره کارکوي. د موسسوي پراختیا ریاست د استازولیو او ساحوي دفترونو د اکمال په برخه کې د ټکنالوژیکي وسایلو په مرسته فعالیت کوي. د موسسوي پراختیا اداره لاندې دوه آمریتونه لري: 1 – د حمایتي سیستم او استازولیو د پراختیا آمریت دا آمریت د نمایندګیو د پراختیا عمومي مدیریت، د ملاتړي سیستم د پراختیا عمومي مدیریت، او د حقوقي او لارښودې پراختیا عمومي مدیریت څانګې لري. 2 – د پلان ورکولو، څارنې، څېړنې او ریپوټ ورکونې آمریت د دې برخې کارکونکي اړ دې، چې د پلان جوړونې د پیاوړتیا، د پلان جوړونې پراختیا، د ریپوټ ورکولو ډولونه او د احصایې مدیریت په برخه کې کار وکړي. په دې څانګه کې پلان جوړونه ، په ځانګړې توګه په مرکز او ولایتونو کې کلنی عملیاتي پلان جوړوي او اړوندو څتنګو ته یې استوي. د پلان جوړونو په پړاو کې، د ټولنې څانګې او ادارې په پلان جوړونه او اوډنه کې ورسره مرسته کوي. سربېره پردې چې د پلان پلي کول پر غاړه لري، د راتلوني پلان د برابرولو لپاره هم تیاری نیسي ترڅو د راتلونکي کال پلان پر خپل وخت سره جوړ او برابر کړي.

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 264
» د پرون ورځې کتونکي : 0
» پر کرښه کتونکي : 8
» ټول کتونکي : 265

د پاڼې سرته تلل