زموږ نظر

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ځانګړې اونۍ؛ د انساني رسالت د اداینې لپاره غوره چانس دی!
۲۶-تله-۱۳۹۶

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ځانګړې دودیزه اونۍ له ۱۳۳۱ لمریزکال کال څخه را پدېخوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې ځانګړې اونۍ د اعاني راټولولو په موخه د هیواد په مرکز او ولایتونو کې د غونډو او یو سرتاسري کمپاین په ترتیبولو او همدارنګه د هیواد د ولسمشر د حمایوی پیغام په لوستلو سره لمانځل کیږي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې په مرکزي دفتر، سیمه ییزو ریاستونو او ولایتی استازولیو په پرانستغونډو کې؛ چې سیمه ییز چارواکي، قومي مخور، عالمان او ښوونکي پکې ګډون کوي، د هیواد د ولسمشر او د سرې میاشتې د مقاماتو پیغامونه د ځانګړې اونۍ په اړه (چې خلک پکې د اعانې ورکړې ته هڅول کیږي) لوستل کیږي او د استازولیو رییسان د سرې میاشتې د بشرپالو موخو، اصولو او بشرپالو پروګرامونو په اړه ګډونوالو ته معلومات ورکوي او ترڅنګ یې سیمه ایز چارواکي او ګډ‌ونوال هم د سرې میاشتې د بشرپاله خدمتونو په اړه څرګندونې کوي. په همدې توګه په ځانګړې اونۍ کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې کارکوونکي او رضاکاران د سرې میاشتې د ځانګړي یونیفورم په درلودلو سره د اعانې ټکټونو په بدل کې له دولتي چارواکو، ملي سوداګرو، خصوصي پانګوالو، هټیوالو، د لیږد رالیږد وسایطو له خاوندانو او خیرپاله هیوادوالو څخه اعانه را ټولوي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې ځانګړې اونۍ یو مناسب فرصت دی، ترڅو خیرپاله هیوادوال د سرې میاشتې په بشرپالو خدمتونو کې برخه واخلي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه هره ګړۍ د پیښو قربانیانو او اړو خلکو ته بشري مرستې رسوي او همدارنګه له خلکو څخه هیله کوي، چې په ځانګړې اونۍ کې له دې ټولنې سره له وس سره سم مرسته وکړې؛ ترڅو یاده ټولنه وکولی شي خپلو بشرپاله خدمتونو ته دوام او پراختیا ورکړي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه یوه بشرپاله، ناپلوې، ناپییلې او خپلواکه ټولنه ده، چې د دولت په بودیجه کې ونډه نلري، په داسې حال کې، چې بشرپال خدمتونه یې ډېرو لګښتونو ته اړتیا لري، پر همدې بنسټ څومره چې هیوادوال له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره مرسته او همکاری وکړي په هماغه اندازه دا ټولنه ځواکمنه کیږي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه له ټولو هیوادوالو څخه ( چې په هره دنده او موقف کې دي ) هیله لري؛ ترڅو د ځانګړې اونۍ په ورځو کې له خپل وس او وړتیا سره سم له دې ټولنې سره مرسته وکړي او د خپلو اړو هیوادوالو پر وړاندې خپل انساني او دینی رسالت ترسره کړی. په درنښت

د افغاني سرې میاشتې ټولنې ځانګړې اونۍ؛ د انساني رسالت د اداینې لپاره غوره چانس دی! ۲۶-تله-۱۳۹۶
د افغاني سرې میاشتې ټولنې ځانګړې دودیزه اونۍ له ۱۳۳۱ لمریزکال کال څخه را پدېخوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې ځانګړې اونۍ د اعاني راټولولو په موخه د هیواد په مر.[...] تفصیل »
راځئ چې د ۶۰۰۰ ماشومانو ژوند وژغورو! ۲۸-لیندۍ-۱۳۹۵
د افغاني سرې میاشتې ټولنه له دولت، خیریه وګړو، ملي سوداګرو، پانګوالو او په ځانګړې توکه له ملي او نړیوالو بشر پاله بنسټونو څخه غواړي، تر څو د خپلو بشر پالو مرستو.[...] تفصیل »
ځانګړې اونۍ، د خير او مرستې اونۍ ۱۳-تله-۱۳۹۵
د افغاني سرې مياشتې ټولنه د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ د ۸۳ يمې غړې په توګه د غورځنګ د بنسټيزو اصولو د پلي کولو او بيوزلو ته څه دپاسه د اته لسيزو خ.[...] تفصیل »
د افغاني سرې میاشتې ټولنه د دولت، حاجیانو او خیریه وګړو له مرستو څخه مننه کوي ۱۳-چنګاښ-۱۳۹۵
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رهبري د زړه په سوري اخته ناروغانو د درملنې لپاره د سرې میاشتې د ملاتړي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایه ریاست، د کابینې له غړو، .[...] تفصیل »
په هر ځای کې د هر چا لپاره ۲۳-غویی-۱۳۹۵
سږکال د مې اتمه د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ له نړيوالې ورځې څخه (په هر ځای کې د هر چا لپاره) تر شعار لاندې لمانځنه کيږي. دا ورځ هر کال ددې غورځنګ د م.[...] تفصیل »
په ټول هېواد کې د هېواد والو د ژوند ژغورنې او اړو وګړو سره د مرستې په موخه زموږ کړنې بې پرې دي ۰۴-غویی-۱۳۹۵
سور صلیب او د سرې میاشتې ټولنه یوازې یو قانون لري ( زیاته مرسته له زیاتو نیازمندانو سره)،اما دا به ډېره نا عادلانه پریکړه وي که ورته او یو ډول مرستې له هغه وګړو.[...] تفصیل »
د ۱۳۹۵ یم لمریز کال د رارسیدو په مناسبت د سرې میاشتې د عمومي مشرې د مبارکۍ پیغام ۲۶-کب-۱۳۹۴
اجازه راکړئ چې د روان کال د پای ته رسیدلو په درشل کې له ټولو کارکونکو، رضاکارانو، ځوانانو، روغتیایي ټیمونو او ټول پرسونل د هڅو، کوښښونو او پر ځای کړنو او د خلکو.[...] تفصیل »
د افغاني سرې میاشتې ټولنه له اړو او بېوزله وګړو سره له روحې پلوه هم مرسته کوي ۲۵-کب-۱۳۹۴
افغانان د طبیعي پېښو سربیره له ډول ډول غیر طبیعي پېښو سره لاس او ګریوان دي، چې هره شیبه یې روغتیا او ژوند تر بېلابېلو ګواښونو لاندې دی. د دې ترخو او بوږنوونک.[...] تفصیل »
د افغاني سرې میاشتې ټولنه خپلې ټولې کړنې په بشر پاله، خپلواکه، بې پرې او بې پلوه توګه تر سره کوي پر همدې اساس باید په جګړه کې ټول ښکېل لوري د سرې میاشتې بشرِِي مرستو او کړنو ته احترام وکړي او د دې بنسټ د مرستو رسونو خنډ نه شي. ۰۵-کب-۱۳۹۴
د غه بنسټ د خپلو کړنو په پلي کولو کې د نړیوال سره صلیب او ټولو بشري ارزښتونو پیروي کوي او یاد فعالیتونه تل په خپلواک ، بې طرفه او بې پرې ډول د لاندې دریو انسان.[...] تفصیل »

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 15
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 8
» ټول کتونکي : 305893

د پاڼې سرته تلل