زموږ نظر

راځئ چې د ۶۰۰۰ ماشومانو ژوند وژغورو!
۲۸-لیندۍ-۱۳۹۵

د افغاني سرې میاشتې ټولنه له دولت، خیریه وګړو، ملي سوداګرو، پانګوالو او په ځانګړې توکه له ملي او نړیوالو بشر پاله بنسټونو څخه غواړي، تر څو د خپلو بشر پالو مرستو له لارې د زړه په سوري د ۶۰۰۰ اخته ماشومانو ژوند وژغوري. د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۱۳۸۸ ل لمریز کال را پدې خوا د ماشومانو د زړه سوري د درملنې پروژه په ټول هیواد کې په لاره اچولې ده. دغه پروژه ډيری د زړه ساده او پیچلې عملیاتي درملنې ته ځانګړې شوې ده، چې تر دې مهاله له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د زړه په سوري ۱۱۲۰۰ اخته ماشومان راجسټر شوي، د ۵۲۰۰ ماشومانو درملنه شوې او پاتې ۶۰۰۰ نور د درملنې په تمه ناست دي. ملي ټولنې لا تر اوسه تر ۱۱زره ډیر د زړه په سوې اخته ماشومان ثبت کړي، چې د روغتیایي خدمتونو د ریاست د مالوماتو پر بنسټ؛ ۵۲۰۰ ماشومان درملنه شوي او شپږ زره نور د درملنې انتظار باسي. په افغاني سرې میاشتې ټولنه کې ثبت شوي دیرش سلنه ماشومان د امکاناتو د کمښت له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. د ناروغو ماشومانو مړینه د دې سبب شوه، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنه د دغه ماشومانو د درملنې او تداوۍ لپاره یو لړ نور پروګرامونه په لاره واچوي؛ لکه: په کابل کې د زړه سوري ناروغۍ د درملنې لپاره د یوه مجهز روغتون جوړول، چې په څو راتلونګو میاشتو کې به کټې اخیستنې ته وړاندې شي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه له دولت، خیریه وګړو، ملي سوداګرو، پانګوالو او په ځانګړې توکه له ملي او نړیوالو بشر پالو بنسټونو څخه غواړي، تر څو د زړه په سوري د اخته ماشومانو د درملنې لپاره مرسته وکړې، چې له یادې ناروغۍ څخه سخت ځوریږي او په خپله ناروغه نړۍ کې ستاسو لوري ته د هیلو ډکې سترګې اړوي.

راځئ چې د ۶۰۰۰ ماشومانو ژوند وژغورو! ۲۸-لیندۍ-۱۳۹۵
د افغاني سرې میاشتې ټولنه له دولت، خیریه وګړو، ملي سوداګرو، پانګوالو او په ځانګړې توکه له ملي او نړیوالو بشر پاله بنسټونو څخه غواړي، تر څو د خپلو بشر پالو مرستو.[...] تفصیل »
ځانګړې اونۍ، د خير او مرستې اونۍ ۱۳-تله-۱۳۹۵
د افغاني سرې مياشتې ټولنه د سره صليب او سرې مياشتې د نړيوال غورځنګ د ۸۳ يمې غړې په توګه د غورځنګ د بنسټيزو اصولو د پلي کولو او بيوزلو ته څه دپاسه د اته لسيزو خ.[...] تفصیل »
د افغاني سرې میاشتې ټولنه د دولت، حاجیانو او خیریه وګړو له مرستو څخه مننه کوي ۱۳-چنګاښ-۱۳۹۵
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رهبري د زړه په سوري اخته ناروغانو د درملنې لپاره د سرې میاشتې د ملاتړي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرایه ریاست، د کابینې له غړو، .[...] تفصیل »
په هر ځای کې د هر چا لپاره ۲۳-غویی-۱۳۹۵
سږکال د مې اتمه د سره صليب او سرې مياشتې نړيوال غورځنګ له نړيوالې ورځې څخه (په هر ځای کې د هر چا لپاره) تر شعار لاندې لمانځنه کيږي. دا ورځ هر کال ددې غورځنګ د م.[...] تفصیل »
په ټول هېواد کې د هېواد والو د ژوند ژغورنې او اړو وګړو سره د مرستې په موخه زموږ کړنې بې پرې دي ۰۴-غویی-۱۳۹۵
سور صلیب او د سرې میاشتې ټولنه یوازې یو قانون لري ( زیاته مرسته له زیاتو نیازمندانو سره)،اما دا به ډېره نا عادلانه پریکړه وي که ورته او یو ډول مرستې له هغه وګړو.[...] تفصیل »
د ۱۳۹۵ یم لمریز کال د رارسیدو په مناسبت د سرې میاشتې د عمومي مشرې د مبارکۍ پیغام ۲۶-کب-۱۳۹۴
اجازه راکړئ چې د روان کال د پای ته رسیدلو په درشل کې له ټولو کارکونکو، رضاکارانو، ځوانانو، روغتیایي ټیمونو او ټول پرسونل د هڅو، کوښښونو او پر ځای کړنو او د خلکو.[...] تفصیل »
د افغاني سرې میاشتې ټولنه له اړو او بېوزله وګړو سره له روحې پلوه هم مرسته کوي ۲۵-کب-۱۳۹۴
افغانان د طبیعي پېښو سربیره له ډول ډول غیر طبیعي پېښو سره لاس او ګریوان دي، چې هره شیبه یې روغتیا او ژوند تر بېلابېلو ګواښونو لاندې دی. د دې ترخو او بوږنوونک.[...] تفصیل »
د افغاني سرې میاشتې ټولنه خپلې ټولې کړنې په بشر پاله، خپلواکه، بې پرې او بې پلوه توګه تر سره کوي پر همدې اساس باید په جګړه کې ټول ښکېل لوري د سرې میاشتې بشرِِي مرستو او کړنو ته احترام وکړي او د دې بنسټ د مرستو رسونو خنډ نه شي. ۰۵-کب-۱۳۹۴
د غه بنسټ د خپلو کړنو په پلي کولو کې د نړیوال سره صلیب او ټولو بشري ارزښتونو پیروي کوي او یاد فعالیتونه تل په خپلواک ، بې طرفه او بې پرې ډول د لاندې دریو انسان.[...] تفصیل »

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 2061
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 10
» ټول کتونکي : 19271

د پاڼې سرته تلل