د افغاني سرې مياشتې ټولنه او د خپلې خوښې خدمتونه

د افغاني سرې میاشتې ټولنه په (۱۹۳۴) زیږدیز کال کې جوړه او په ۱۹۵۴ کال کې د سره صلیب دنړیوالې کمېټې له لوري د نړیولوال سره صلیب او سرې میاشتې د غورځنګ د یوه غړي په توګه په رسمیت و پېژندل شوه. د (۱۹۵۵) کال د نومبر پر ۱۱ نېټه د افغاني سرې میاشتې ټولنه د سره صلیب او سرې میاشتې د فدراسیون د ۸۳ وم غړي په توګه ومنل شوه. د افغاني سرې میاشتې ټولنه په رضاکاره ا و دوطلبانه توګه مرستې کوي، ترڅو وتوانیږي په ټول هېواد کې فعالیت او مرستې وړاندې کړي. د رضاکارانو د ملاتړ او یووالي لپاره افغاني سرې میاشتې ټولنې په ۱۹۸۷ کال کې د « ځوانانو او رضاکارانو ریاست» جوړ او څه موده وروسته یې د موسسوي پراختیا د ریاست سره « چې په ۱۹۹۹ کې جوړ شو » ګډې او مساوي مرستې تر لاس لاندې ونیولې . د سي بي اف اې پروګرام په (۱۹۹۷) کال کې خپله پاملنه د هېواد د ټولو ولایتونو په ولسوالیو کې د رضاکارانو زده کړو ته را وګرځوله، چې یاد کار نه یواځې د رضاکارانو د جدب او پیاوړتیا په اړه د افغاني سرې میاشتې ټولنې د څو پروګرامونو پلوي وه، بلکه په دې ډول کارونو او هڅوسره یې و کولای شول رضاکاران د سرې میاشتې په جوړښت کې شامل کړي. دا محال د افغاني سرې میاشتې ټولنه د ۴۶۰۰۰ په شاوخوا کې رضاکاران لري، چې د سرې میاشتې د ملاتیر جوړوي، او هم سره میاشت د دې شبکې پر مټ لرې پرتو سیموته لاسرسی پیداکوي، چې وروسته هغوی ته مرستې برابرې او وړاندې کړي. د سرې میاشتې رضاکاران او د دوی لوړ هوډونه د ملي ټولنې لپاره نه یواځې یوه بشري قوه ده، بلکه ستونزو او پېښو ته د ځواب ویلو لپاره د سرې میاشتې یو لوی ځواک جوړوي. او همدا رنګه د ستونزو او ورانیو په کنټرول او کموالي کې د سرې میاشتې نیغنده استازیتوب کوي. ټول رضاکاران د کلیو او بانډو د اوسیدونکو له لوري منل شوي وګړي دي، پرهمدې بنسټ د سرې میاشتې، نړیوالو غورځنګونو د غړو او ستونزو ځپلیو خلکو تر منځ د یوه پل حیثیت لري. د سرې میاشتې ټولنه پنځه ډوله رضاکاران لري، چې په ګروپي توګه د ځوانانو او ضاکارانو د ریاست په چوکاټ کې تنظیم او خپل اړوند کارونه په منظمه او همغږې توګه پر خپل وخت تر سره کوي.

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 1880
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 4
» ټول کتونکي : 19090

د پاڼې سرته تلل