د نړیوالو اړیکو او خپرونو ریاست

د افغاني سرې میاشتې ټولنه یوه خیریه ټولنه ده، چې د آتو لسیزو په اوږدو کې يې د جګړې د قربانیانو، د طبیعي پېښو ځپلیو او د خپل توان تر کچې یې د هر ډول اړو او بېوزه وګړو سره مرسته کړې ده. د پېښو د رامنځ ته کېدو په وخت کې د بشرې ستونزو راکمول، د روغتیا ساتنه، ټولنېزه سوکالي او انسانې ارزښتونو ته احترام د یاد خیریه بنسټ بنسټیزې موخې دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه تل کوښښ کوي، د خپلو یادو موخو د ریښتینولۍ لپاره په ټول هېواد کې رضاکاره مرستې کوي او همدارنګه دې ډول مرستو ته عام وګړي هڅوي. د افغاني سرې میاشتې ټولنه د ژنیوا د کنوانسیون او د غورځنګ د بنسټ پاڼې سره سم؛ د طبیعي پېښو له ځپلیو سره اړینې مرستې کوي. د نوموړو موخو د تر لاسه کولو لپاره سرې میاشتې ټولنې بیلابیلو برخو لکه: د خپرونو برخه، د اړیکو، د منبیعو د بسیج برخې او پروګرامونوته اړتیا ولیده، تر څو خپلو موخو ته د رسیدو په خاطر وکولای شي د چاپي، غږیزو او برښنایي خپرونو له لاري خپلې بهرنۍ او کورنۍ اړیکې پیاوړې. د نړیوالو اړیکو او خپرونو ریاست پر خپل جوړښت کې لاندې دری آمریتونه لري: د خپرونو آمریت، د منابعو د بسیج آمریت او د نړیوالواړیکو آمریت. الف ـ د نړیوالو اړیکو آمریت: د نړیوالو اړیکو آمریت د یا ریاست یو ډېر مهم آمریت دی. په هېواد دننه او بهر کې د افغاني سیرې میاشتې ټولنې اړیکې ټینګول، د بیوزله او غریبو وګړو لپاره د مرستو را جلبول او د طبیعي او غیر طبیعي پېښو ټپیانو ته رسیدل، د ټولنې مالي تقویه او د بشري مرستو پراتیا د یادې ادارې مهمې او ستراتیژیکې موخې دي. دغه آمریت بېلابېلې برخې لري، چې هره برخه یې د پورته یادو شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره ځانګړې دندې لري، چې د سرې میاشتې ستراتېژي پرمخ وړي. • له بنسټونو( موسسو) سره د اړیکو مدیریت • د اسنادو او ژباړې مدیریت • اجراوي مدیریت • د پروژې لیکلو مدیریت • د هوکړو او هوړه لیکونو مدیریت • د تشریفاتو او سفرونو مدیریت د نړیوالو اړیکو آمریت د اړیکو په برخه کې د مرستو د راجلبولو لپاره د موسسو، نړیوال فدراسیون او سره صلیب د نړیوالې کمېټې او نورو ډونرونو لکه: د قراردادونو د مدیریت په برخه کې، د هوکړه لیکونو طرحې او قراردادونو د عقد په برخه کې کړنې تر سره کوي، ځکه چې سره میاشت یو خپلواک بنسټ دی اد د دولت د پانګې غړیتوب نه لري، او له بل پلوه یوه خیریه، رضاکاره او غیر انتقادي اداره ده، چې دګټې لپاره فعالیت نه بلکه اړو وګړوته خیریه مرستې وړاندې کوي او دغه مرسې د ګوتې په شمار منبعو څخه برابرېږي، چې خپله د سرې میاشتې د عایداتي منبعو ( ځایونو، د ځانګړې اونۍ په ورځو کې د مرستو راټولولو، لاتري ټیکټونو) او د هېواد د مهربانه وګړیو د ځانکړو مرستو، د تجارانو د تجارتي مالونو د ګمرک د عوایدو او د غورځنګ د ګډو کاري غړو له لوري برابریږي، چې د نړیوالو اړیکو آمریت یې د یادو بنسټو نو د متقابله ګټو برابرول پر غاړه لري، همدارنګه د نړیوالو اړیکو آمریت د تشریفاتو د مدیریت په برخه کې د ټولنې د رسمي غړو او رضاکارانو د سفرونو برابول او د کورنیو او بهرنیو میلمنو پالنه، د اسنادو د ژباړې د مدیریت په برخه کې د رسمي سندونو ژباړه له پښتو او دري څخه په انګلېسي، د پروژې لیکلو په برخه کې د بشر پالنې اوو اصولو؛ بشرپالنې ـ بې پلوۍ ـ ناپیلتوب ـ خپلواکۍ ـ رضاکاره مرستو ـ یو والي او نړیوالتوب ته په کتو سره فعالیت کوي. ب – د خپرونو آمریت: د خپرونو آمریت د افغاني سرې میاشتې ټولنې ژبه ده ـ د اوو بنسټیزو اصولو خپرول ـ د نړیوال غورځنګ او ټولنې لوړې موخې، د ټولنې بشرپاله مرستې او نور فعالیتونه د ربعوارې مجلې ـ پنځلس ورځنۍ مجلې ـ نښانونو، بوشورونو او نورو خپرندویه پاڼو له لاري خپروي. د دې تر څنګ د ملي ټولنې د کړنو او مرستو بیانول د آزادو تصویري او غږیزو رسنیو له لارې. اطلاعات او خپرونې د سمینارونو دایرول – ښوونیز ورکشاپونه – د کلیزې چاپول او د ملي او نړیوالو غونډو ( ځانګړې اونۍ ـ د غورځنګ نړیواله ورځ ) د غورځنګ او ټولنې د سولې، دوستۍ او د تبعیض پروړاندې تبلیغي غونډو کې روښانته ونډه لري او هغه لیکنې او مقالې خپروي چې د خپرونو په اساسي اصولو برابري او د هېچا د نا آرامۍ سبب ونه ګرځي. ج ـ د منابعو د بسیج آمریت: د منابعو د بسیج آمریت چې عمومي مدیریتونه یي د مرستو ټولول، د اېثار د لاتري تحلیل او څېړنه، د منابعو بسیج ، د عوایدو لوړیدلو ستراتیژي او پراختیا، د شته منابعو څخه سمه ګټه پورته کول ، د نویو منابعو ترلاسه کول، د ملي ټولنې د منابعو د لوړولو لپاره هڅې او د منابعوو وړ او مناسبې مدیریتي لارې چارې پر غاړه لري. د منابعو د بسیج آمریت په دې وروستیو کلونو کې توانیدلی، چې د منابعو دبسیج، ستراتیژۍ او پالیسۍ له لارې د آسیا د اوقیانوسیې شبکې غړیتوب تر لاسه کړي او د افغاني سرې میاشتې مالي زیرمه د ( د سرې میاشتې د ځانګړې اونۍ له لارې، د کورنیو او بهرنیو مرستو راجلبول له لارې،د دولتې ادارو او بنسټونه له لارې، د لاترې ټیکټونو د پلورلو څخه ګټه اخستل، د مرستو د صندقونو له لارې د تر لاسه شویو پیسو څخه ګټه پورته کول، د ځانګړې اونۍ د مرستو د ټکټونو پلورل او د دولتې کارکوونکو د یوې ورځې معاش، حج ته د تلونکو حاجیانو مرستې، تبلیغاتي کمپاینونه په لاره اجول اوخپروول) دي، چې د طبیعي او غیر طبیعي پېښو ځپلیو ته د انساني حس او بشر پالنې پر بنسټ لګول کېږي. یاد آمریت په تیرو کلونو کې د ټولنې د مالي تقویې لپاره په میلیونونو پیسې راټولې کړې، چې په عام المنفعه او ډېرو نورو بشر پاله برخو کې یې لګولې دي، او بشپړ ریپوټ یې پر خپل وخت اړونده مرجعو ته ورکړل شوی دی.

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 1640
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 5
» ټول کتونکي : 52101

د پاڼې سرته تلل