لوبې او بدني روزنه

د لوبو او بدني روزنې مدیریت د ځوانانو او رضاکارانو ریاست په چوکاټ کې کار کوي.په والیبال، پنګ پانګ، او کراټې برخه کې د هلکانو او نجونو سپورتي کمېټې جوړول د یاد مدیریت له لاسته راوړنو څخه دي. نوموړی مدیریت (۱۳۵) لوبغاړو ته د مسلکي روزونکیو تر څار لاندې د افغاني سرې میاشتې په مرکزي جمنازیوم کې تمرین او روزنه ورکوي. د دې کمېټې موخه د سپورت له لارې د سرې میاشتې د اووه ګونو اصولو دود کول او رواجول دي. د سرې میاشتې ټولنې د والیبال ټیم ۹ کاله راپه دې خوا د المپیک د ملي کمیټې په (۳۰) تورنمنتونو کې ګډون کړی. په (۲۵) تورنمنټونو کې اتلولي او په ۵ نوروکې یې دوهم ځای د سرې میاشتې ټولنې لپاره ګټلی دی. د نجونو د والیبال ټیم د دوو کالو تمرینونو په اوږدو کې پر درېیو تورنمنټونو کې کډون کړی، چې لومړی، دوهم او درېیم ځای یې خپل کړی دی. د هلکانو د فوټبال ټیم هم د ۹ کالو په اوږدوکې توانیدلی دی، چې ز یاتې لاسته راوړنې او ویاړونه سرې میاشتې ته په لاس راوړي، او همدارنګه د هېواد په تر ټولو غوره ټیمونو کې څلورم ځای تر لاسه کړي. د سرې میاشتې د هلکانو او نجونو د پنګ پانګ ټیم، چې د کابل مرستون له ماشومانو څخه جوړشوی دی، د درېیو کالو راپه دې خوا خپل تمرینونه پیل کړي دي. چې په دې موده کې په بېلابېلو کتګوریو کې د لومړي او دوهم ځای په ګټلو بریالي شوي او همدارنګه یې په لوبو کې د ښو اخلاقو کپ هم تر لاس کری دی.

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 25
» د پرون ورځې کتونکي : 12
» پر کرښه کتونکي : 6
» ټول کتونکي : 14167

د پاڼې سرته تلل