زموږ داستانونه

هغه رواني ناروغ چې د سرې مياشتې د رواني ناروغان د ساتنې په مرکز کې يې څارنه، درملنه او خپلې کورنې ته د ستنيدو لپاره چمتو ده
۰۳-سلواغه-۱۳۹۶

۲۵ کلن جعفر د کابل ښار د دشت برچي اوسيدونکی، دوه کاله مخکې د اعصابو د ستونزې له امله په رواني ناروغۍ اخته شو، د ده په خپله وينا کورنۍ، ګاونډيان او د سيمه خلک د ده د بد چلن، د ژبې زيان او جګړه کولو څخه سخت په تنګ راغلي و. د جعفر پلار اړ ویستل کيږې چې خپل زوی د کابل په رواني روغتيا په روغتون کې څلور پړاوه د اتلسو ورځو لپاره بستر کړي چې په پايله کې يې روغتيا ترلاسه نکړه. دی وايي:” وروسته د يو چا په لارښوونه د په کابل کې د سرې مياشتې مرستون ته ورغلو، دا چې د نارينه رواني ناروغانو څانګه يې نه درلوده زه يې هرات ته د سرې مياشتې د رواني ناروغانو مرکز ته ور وپيژندم.” جعفر زياته کړه:” د خپلې ناروغۍ په علت او عواملو باندې نه پوهيږم خو د خپلې ناروغۍ په پيل کې مې په کورنۍ کې شور او جګړه کوله، خبرې مې ډيرې کولې او په خوب کې به مې ستونزه درلوده، له ما څخه ټول په تنګ و، تر ناروغۍ مخکې مې د قرغې د ودانيز شرکت د خونديتوب په څانګه کې مې کار کاوه خو د روحي فشارونو له امله په رواني ناروغۍ اخته شوم. لنډه دا چې زه يې په زنځير تړلی وم هرات ته د رواني ناروغانو مرکز ته بوتلم او هغه ځای مسؤلينو ته يې وسپارلم.” د هرات د سرې مياشتې د رواني ناروغانو مسؤلين، سره له دې چې د استوګنې آسانتياوې يې چمتو کړې جعفر يې تر درملنې لاندې ونيو، په اونۍ کې درې ځله معاينه او هغه ته هره ورځ د مؤظف ډاکټر لخوا درمل توصيه کيږي. جعفر په داسې حال کې چې موسکا کوي وايي:” اوس مې ورغتيا ښه ده، اويا سلنه روغتيا مې ترلاسه کړې او انشاءالله چې ژر به په بشپړه توګه ښه شم او لخيره خپلې کورنۍ ته ورځم. له خپلې کورنۍ سره ټليفوني اړيکه لرم، مجرد يم، دوه ورونه، پلار او مور لرم چې الحمد لله ژوندي دي.” جعفر د هرات د سرې مياشتې د رواني ناروغانو د ساتنې د مرکز له کارکوونکو څخه چې دارنګه ناروغانو ته يې ښه خدمتونه ترسره کړي مننه کوي او خپله ستره هيله، د روغتيا ترلاسه کول، کورنۍ ته بيا ورګرځيدل او خپل عادي ژوند ته ګرځيدل ګڼي. بشير احمد – معطوف د رواني ناروغانو د ساتنې د مرکز آمر چې له څوارلسو کلونو راهيسې ددې مرکز مسؤليت په غاړه لري وايي: په دې مرکز کې ۲۴۰ تنه رواني ناروغان چې په هغه کې نارينه او ښځينه شامل دي تر ساتنې او پاملرنې لاندې دي چې له دې شمير څخه ۲۰۰ تنه يې نارينه او ۴۰ تنه نور يې ښځينه دي چې په دوه جلا کورنو کې ژوند کوي. هغه زياته کړه: دا ناروغان د ټولو ولايتونو څخه دي چې د ولايتي استازوليو او د افغاني سرې مياشتې ټولنې د مرکزي دفتر څخه د هرات د رواني ناروغانو مرکز ته راپيژندل کيږي او په دې ځای کې د استوګنې د امکاناتو د چمتو کولو ترڅنګ، د سپورټ او درملنې زمينه هم ورته برابريږي. په اونۍ کې دوه ځلې يې جامې بدليږي، دوه ځلې د ځان مينځلو فرصت ورته چمتو او وضعيت ته يې په مناسبه توګه رسيدنه کيږي. د ناروغانو خواړه د مينو له مخې چې په اونۍ کې څلور ورځې ميوه او څلور ورځې غوښه په پام کې نيول شوي دي چمتو کيږي. ددې مرکز د آمر په وينا دا مرکز د پراخ او مناسب ځای او د معياري خونو د نه شتون ستونزه لري. همدارنګه نو دا ناروغان ډيری خپلې جامې څيرې کوي، خپله خولۍ او کورتۍ ليرې غورځوي، په سړه هوا کې له خپلو خونو څخه بهر وځي چې ناروغۍ يې لازياتيږي، نو هغوی ته د بياځلې جامو چمتو کول دې مرکز ته تر ډيره بريده پورې ستونزې رامنځته کړي دي. په همدې توګه ځينې وختونه ناروغان پخپلو منځو کې شخړه او جګړه کوي، نو په دې اساس کارکوونکي اړ دي چې شپه او ورځ له هغوی څخه ساتنه وکړي. هغه زياتوي: په دې مرکز کې ۲۴ تنه کار کوي چې ۲۲ تنه يې ۲۴ ساعته په کار لګيا دي، ځکه دارنګه ناروغان ددې غوښتنه کوي چې کارکوونکي تل د هغوی ساتنه وکړي. د ويلو ده چې هر کال له ۱۰ څخه تر ۱۲ تنه رواني ناروغان د درملنې په پايله کې روغتيا ترلاسه کوي او خپلو کورنيو ته ورګرځي، البته چې د هرات د سرې مياشتې د رواني ناروغانو ټول لګښت د افغاني سرې مياشتې ټولنې لخوا ورکول کيږي.

له ملګرو سره شریکول:

نظرونه (0)

ستاسې نظر

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 15159
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 15
» ټول کتونکي : 61838

د پاڼې سرته تلل