زموږ داستانونه

په هرات مرستون کې د هغو بې سر پرستو ماشومانو قصه چې نن د ټولنې خدمتګاران دي
۰۷-لړم-۱۳۹۵

دغه ځوانان چې نن د ټولنې د خدمت لپاره وړاندې شوي د پرون ورځې هغه یتیمان دي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې د لودیځ زون په مرستون کې ژوند کوي. له هرات مرستون څخه خپلې خاطرې داسې بیانوي: بشیراحمد اکرمي: کله چې په لودیځ زون کي د افغاني سرې میاشتې ټولنې مرستون ته راغلم، د پلار تر مړینه وروسته مې عمر له ۹ کلونو څخه ډیر نه و، مرستون مې د ځان لپاره یواځنی امن ځای وموند او دا ځای راته د یوه ښوونځي او کورنۍ ارزښت لري. په دې مرکز کې مې ګلدوزي زده کړه، له رخصتۍ وروسته د ګلدوزي توکو له پلور څخه خپله ورځ چلوم. د هرات پوهنتون د ساینس پوهنځي محصل محمود عارفي: په اووه کلنۍ کې مرستون ته راغلم، چې لا تر اوسه هم د مرستون له مرستو څخه ګټه پورته کوم. عبدالرحمن هم له هغه کسانو څخه دی، چې په مرستون کې اوسیږي او د هرات د طبي پوهنتون د ستوماتولوژۍ څانګې محصل دی، دی وایي: هرات مرستون ماته د کور ارزښت لري، په اصل کې دلته یو ښوونځی و، څه چې مرستون را زده کړي، کوښښ کوم همدارنګه په ریښتیني ډول د هیواد او لادونه وروزم او د خپل هیواد لپاره ریښتینې او رضاکارانه مرستې وکړم. د غور ولایت اوسیدونکی عبدالرحمن په آته کلنۍ کې دغه مرکز ته جذب شوی و، اوس هم د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مرستون څخه ګټه پورته کوي اوله افغاني سرې میاشتې ټولنې څخه مننه کوي. د غور اوسیدونکی عبدالحلیم احمدي، چې اوس په هرات پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي محصل دی، په ۱۱ کلنۍ کې د هرات مرستون ته جذب او اوس هم پکې ژوند کوي. احمدي له افغاني سرې میاشتې ټولنې څخه مننه کوي او ټولې لاسته راوړنې یې د افغاني سرې میاشتې ټولنې برکت ګڼي. دغه ځوان د هیواد د خدمت لپاره ډیرې هیلې لري او وایي: « هوډ لرم چې د تحصیلي دورې تر بشپړیدو وروسته د یوه غښتلي ځوان په توګه خپلو هیواد والوته خدمت وکړم ». د پوهنتون محصل محمود قدسي، سوداګر عبدالفتاح، محصل او برحاله ښوونکی جلیل احمد اکرمي او شیخ احمد عمر جغارکی له هغه ځوانانو څخه دي، چې په مرستون کې روزل شوي او ټولنې ته وړاندې شوي دي.

له ملګرو سره شریکول:

نظرونه (0)

ستاسې نظر

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 172
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 12
» ټول کتونکي : 2575

د پاڼې سرته تلل