ساړه نیول

د بدن توانایي د یخنۍ پر وړاندې نظر ګرمۍ ته ډېره لږده او د بدن د ګرم ساتلو لپاره د وړ او مناسبو جامو څخه ګټه اخیستل تر ټولو ښه لاره ده. سر بېره پردې ځینې نور عوامل لکه: نا وړه خواړه، د (شکر، د زړه ناروغۍ او یاهم د تنفسي ...) او نورو ناروغیو درلودل، د ځنې ځانګړو درملو (د وېنې د فشار درمل، او تر ټولو مهم د ځینو مشروباتو څښل)، نا مناسې جامې او ډېری نور شیان دي، چې د بدن د تودوخې درجه راټیټوي او په پای کې بدن د ډول ډول ستونزوسره مخامخ کوي. د اوږدې مودې لپاره حرکت نه کول( لکه سرتېری په سنګر کې ...)، د هوا د سړښت سر بېره، زیات لنده بل، د باد لګېدل اوهمدارنګه د جامو لمدوالی د سړښت د رامنځ ته کېدو او د ستونزو د زیاتوالي او شدید والي لامل ګرځي. مهم ټکی: د سرماخوردګۍ د زیانونو د مخ نیوي لپاره وقایه تر درملنې مهمه ده او د سرما خوردګۍ سره مبارزه آن د هوا په بد ترینو شرایطو کې سړی کولای شي د رامنځ ته کېدو مخه یې ونیسي. په باد او لمده هوا کې سپورټ د بدن د تودوخې د لاسه ورکولو باعث ګرځي. په ځانګړې توګه د باد درجه چې څومره زیاته وي، د بدن د تودوخې درجه په بېړه ښکته راځي. د ټول بدن د تودوخې ټیټېدل(هیپوترمي) ځینو وختونه په ډېرو سړو اوبو کې پاته کېدل اویا په ډېرو سړو او بو کې لامبو وهل د دې لاول ګرځي چې د چاپریال د سړو د مبارزې لپاره بدن تودوخه نشي برارولی او په پای کې د ټول بدن د تودوخې د ښکته راتلو سره مخاکخ کېږي، او نوموړي حالت ته هیپوتر وایي. چې په دې وخت کې د مغز هیپوتالاموس له کډوډۍ سره لاس او ګرېوان، او ټول بدن د تودوخې کنټرول له لاسه ورکوي او د بدن د مرکزي تودوخې درجه د ۳۷ سانتي ګرید څخه ۳۵ سانتي ګرید اویاهم تر دې شاید را ښکته شي. زاړه او سپین ږیری په ځانګړې توګه، ډنګر، ستړي او وږي په هیپوترمي ژر اخته کیږي. په یاده ستونزه د اخته وګړو نښې نښانې دادي:       ۱    لومړی یې بدن لړزه پیداکوي.       ۲    پوست یې وچ او سړېږي.       ۳    د وېنې جریان تېزېږي.       ۴    د ناروغ د تنفس اندازه تر طبعي حالت کمېږي.       ۵    د بدن د تودوخې درجه ۳۵ او تردې هم ښکته راځي.       ۶    بې خوبي رامنځ ته کېږي، چې د شک سبب ګرځي.       ۷    امکان لري د زړه سستې رامنځ ته شي. ځینې نورې نښې په لاندې ډول دي: سوړ پوستکی: د بدن د تودوخې په کم والي یا هیپوترمي د اخته کیدو یوه نښه د پوست، په ځانګړې توګه د خېټې سوړ والی دی. لړزه یا رېږدېدل: د بدن له دفاعي کړنو څخه دي، چې د تودوالي لپاره حرکتونه کوي ترڅو عضلې زیاته تودوخه تولید کړي او د بدن د ننۍ برخې تودوخه ثابته وساتي. اما د تودوخې د ډېر کموالي او زیانونو له امله د بدن یاده مبارزه هم په ټپه درول کېږي. مهم ټکی: د شرابو استعمال د یاد حالت د شدت سبب ګرځي. په خبرو کې ستونزې او همدارنګه د غوښو او عضلو ټولېدل د هیپوترمي( د بدن د تودوخې ناروغي) له نورو نښو څخه دي. لومړنۍ مرستې لکه مخکې مو یاده کړه د پېښېدو د صحنې څېړنه، لرې کېدل یا له سړې هوا څخه ځان ساتل او د مرستې غوښتل له یاده مه وباسئ. وروسته د مریض لومړۍ څېړنه او د ABC مرحلې انجام(د هوایي لارې کنټرول، تنفس، د زړه زربان) او د اړتیا په صورت کې نورې لومړنۍ مرستې. سړونیولی باید تاوده او وچ ځای ته یوړل شي چې کور، خېمه، موټر او نور سرتړلي ځایونه ترټولو غوره دي. له ساړه نیولي څخه د لمدو جامو ایستل، د هغه وچول، وچې جامې ور اغوستل او په یو بستره کې تاوول او یاهم تاوده پټوګان ورباندې اچول. همدارنګه ساړه نیولی په ملهم مه غوړوې، او د فزیکي حرکت او تګ څخه یې منع کړئ. که ساړه نیولی مو ولیده، چې پوه او ځیرک دی، ستونزه یې ډېره غټه نه وه نو کولای شئ تاوده خواړه او تودې اوبه ورکړئ. مهم ټکی: د ساړه نیولي د نبض د کنټرول لپاره ۳۰ او یا هم ۴۵ ثانیې صبر وکړئ. باید کوښښ وکړئ چې دناروغ د نبض او تنفس تر کتنې وروسته سړونیولی روغتیایي مرکز ته ور وپيژندل شي تر څو د ډاکتر تر لاس لاندې خپله تودوخه بشپړه کړي. د شرابو او نورو الکولي توکو څښل په هېڅ ډول جواز نه لري. په ځانګړې توګه مسکرات د بدن د تودوخې د کم والي سربېره امکان لري د پوست د لمس حس له منځه یوسي ا وهمدارنګه د هوښیارۍ سطح راټیټولی شي.

ساړه نیول ۰۲-کب-۱۳۹۴
د بدن توانایي د یخنۍ پر وړاندې نظر ګرمۍ ته ډېره لږده او د بدن د ګرم ساتلو لپاره د وړ او مناسبو جامو څخه ګټه اخیستل تر ټولو ښه لاره ده. سر بېره پردې ځینې نور عوا.[...] تفصیل »
یخ وهنه ۰۱-کب-۱۳۹۴
یخ وهنه ډېری وخت په چاپېر کې له صفرسانتي ګرید څخه د د تودوخې د ګچې د ټيټوالي ( مثلا په واوره او یخبندیو کې) رامنځ ته کېږي، او معمولان د بدن په وروستیو برخو ل.[...] تفصیل »

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 5781
» د پرون ورځې کتونکي : 1
» پر کرښه کتونکي : 11
» ټول کتونکي : 40979

د پاڼې سرته تلل