ځوانان

د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ځوانانو او رضاکارانو اداره د ځوانانو د پروګرامونو د پیاوړتیا او په افغاني سرې میاشتې ټولنه کې د ځوانانو د سالمې روزنې لپاره فعالیت کوي. په ۱۹۹۷ زیږدیز کال کې یې فعالیت شروع کړ، چې له دې پروګرام څخه یې موخه په هېواد کې د ځوانانو سالمه روزنه او همدارنګه په بېلابېلو برخو لکه: روغتیایې لومړنۍ مرستې، بشري ارزښتونه، انساني کرامت، سپورت ته د ځوانانو هڅول، د مخدره توکو څخه مخنیوی د سولې لپاره د روحیې پیاوړي کول، دوستي، د هېواد په کچه د قومونو تر منځ د دوستۍ زمینه برابرول، ښوونیز کورسونه دایرول، هنري او نور هغه پروګرامونه چې د ځوانانو لپاره ګټور دي په مکتبونو، د ځوانانو په کلپونو ، او د سرې میاشتې په چاپېر کې تر سره کوي، چې له پیل څخه تر اوسه د یاد پروګرام په واسطه توانیدلي یو، چې په ۲۵ ولایتونو کې ۲۵۳۰۰ نارینه او ښځینه ځوان رضاکاران او رضاکاره استادان تر روزنه لانې ونیسو. د رضاکاره ځوانانو له پروګرام څخه موخه: د افغاني سرې میاشتې ټولنه د طبیعي او غیر طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې لپاره جوړه او د جوړښت فلسفه یې هم همدغه ده. د پېښو پر وړاندې مبارزه کې ځوانان او رضاکاران محوري او ټاکونکی رول لري، داچې پېښه تل په ناټاکلي وخت، په زیاته پیمانه او تاوان اړوونکې توګه رامنځ ته کېږي، چې د سرې میاشتې رسمي کارکوني د پېښو پروړاندې له مبارزې څخه ناتوانه کېږي، نو پداسې بیړنیو شېبو کې د ځوانانو او رضاکارانو پیاوړی ځواک د پېښو د زیان کچه راټیټوي او پېښو ځپلي وګړي له ستونزو څخه راباسي. د سرې میاشتې ځوانان او رضاکاران تل پدې هڅه کې دي؛ تر څو په ټول افغانستان کې د ځوانانو تر منځ د پېژندګلوۍ، سولې، د فکرونو او اندونو د راکړې ورکړې، او د دوستانه اړیکو زمینه برابره کړي. د رضاکاره ځوانانو کړنې: ۱ – په مکتبونو او ګڼ مېشتو سیموکې د ټولنیزې سوکالۍ لپاره فعالیت ۲ – لومړني روغتیایي تبلیغات ۳ – په طبیعي او غیر طبیعي پېښو کې برخه اخستل ۴ – د لومړنیو مرستو ارزه کول ۵ – د غورځنګ د بنسټیزو اصولو بیانول ۶ – د ګډ ژوند او سولې لپاره تبلیغ ۷ – لوبو ته د ځوانانو هڅونه ۸ – د ځوانانو ترمنځ د همپالنې روحه پیاوړې کول ۹ – د سرې میاشتې د پیاوړتیا په موخه د رضاکارۍ سیستم رامنځ ته کول

دکتونکو شمېر

» د نن ورځې کتونکي : 18
» د پرون ورځې کتونکي : 3
» پر کرښه کتونکي : 10
» ټول کتونکي : 26

د پاڼې سرته تلل